سلايډ (فيچر) نړيوالې

پنټاګون په هلمند کې د یوه امريکايي وژل کېدل ومنل

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون ومنله، چې دوې ورځې وړاندې د يکشنبې/۳۰جون په هلمند کې په یوه وسله واله پېښه کې چې بشپړ جزئيات یې لا نه دي ورکړي، یو امریکايي عسکر وژل شوی دی.

د يادونې ده چې دا په تېرو دوو اونیو کې پنځم امريکايي عسکر دی، چې په افغانستان کې وژل کېږي.

که څه هم د غوڅ ملاتړ ځواکونه وايي له اکثرو ولایتونو نه یې کابل ته خپل عسکر او نظامیان را ټول کړي او کوم محاربوي ماموریت نه ترسره کوي يوازې د افغان ځواکونو روزنه او مشوره ورکوي،خو په هلمند کې اوس هم د شوراب او ډویئر په نوم بيسونو کې مېشت دي او په ډېری عملياتو کې برخه اخلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون