افغانستان سلايډ (فيچر)

جوزجان کې ۵۰ سرتيري وژل شوي،  ۱۵۰ طالبانو ژوندي نيولي

د جوزجان ولايتي شورا مسوولينو ويلي، قوشتيپې ولسوالۍ کې طالبانو ۵۰ سرتيري وژلي او ۱۵۰  يې ژوندي نيولي دي.

د جوزجان د ولايتي شورا منشي محمد شريف رسنيو ته ويلي، تېره شپه له درنو نښتو وروسته طالبانو قوشتيپه ولسوالۍ ونيوله او د دغې نښتې پر مهال يې پنځوس سرتيري وژلي او يونیم سل نور يې ژوندي نيولي دي.

د جوزجان ولايت امنيه قومندان واحد وجدان هم په قوشتيپه کې د خونړيو پېښو پخلی کړی، خو ز ياتوي، چې د ولسوالۍ د سقوط خبر نه تاييدولی او نه هم ردولی شي.

هغه وايي، د ولسوالۍ له مرکز سره يې اړيکې پرې شوي او نه پوهيږي، چې د ولسوالۍ پوليس پر کومه تللي دي.

 طالبانو ويلي، چې قوشتيپه ولسوالۍ يې نيولې ده.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټ کې ويلي، چې د دوی جنګياليو قوشتيپه ولسوالۍ سقوط کړې، لس سرتيري يې وژلي، پنځه ويشت ټپيان او اته اويا نور يې ژوندي نيولي دي.
قوشتيپه د جوزجان له ناامنه ولسواليو څخه بلل کيږي، تېر کال هم دغې ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ترمنځ خونړۍ نښتې شوې وې، چې وروسته د داعش جګړه ماران افغان امنيتي ځواکونو ته تسليم شول.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون