سلايډ (فيچر) نظر

حکومت ولې په امنیتي ارګانونو خرچه نه کوي؟

لیکوال: رښتین افغان

د کال له سره د حکومت په امنیتي سکتور کې چې کوم بدلونونه تر سره شول داسې انګیرل کیدله چې کواګې نور به د امنیتي مشکلاتو په روان حالت کې څه نا څه بدلون راشي؛ د نړۍ په کچه هم داسې راپورونو خپاره شول چې افغانستان نسبت نورو کالونو ته سږ کال له امنیتي پلوه ښه شوی دی. خو د تیرو څو اوونیو په اوږدو کې دادی دا څوم انفجار دی چې د حکومتي چارواکو په ګډون په سلهاوو ملکي وګړي ورپکې وژل کیږي او په سلهاوو نور ټپیان کیږي. د حکومت ټول توان همدا وي چې د برید له پیښیدلو څخه څو ساعته وروسته د ارګ له میډیایې مرکزه اعلامیه نشر کړې او ولیکي ولسمشر فلانی برید سخت وغندل.

که حقیقت ته سره راشو خبره په دې اعلامیو نه حل کیږي، خبره په دې حل کیږي چې په امنیتي ارګانونو باندې خرچه وکړای شو. او په امنیتي ارګانونو کې ژور بدلون راوستل شي. امنیت ته باید تر هرڅه زیاته توجه وکړای شي. امنیت د هیواد تر ټولو زیاته مهمه مسئله ده او حکومت باید همدې مهمې مسئلې ته تر هر بل کار او تر هر بل پلان زیاته توجه وکړي. د حکومت مخالفین چې هم حکومت ننګوي فقط او فقط د امنیت په سر یې ننګوي کنه د حکومت مخالفین هیڅکله د حکومت د ننګولو توان نه لري.

خو زموږ حکومت خصوصاً د ښاغلي غني حکومت امنیتي ارګانونو ته هیڅ توجه نه کوي بلکې د امنیتي ارګانونو لپاره یې فقط هغه طرحې عملي کیږي کومې چې یې خارجې ډونران مطرح کوي. ښاغلي غني د تیرو پنځو کالونو په اوږدو کې په زرهاوو طرحې د مختلفو ارګانونو د ترقې او بهبود لپاره جوړې کړلې خو د هیڅ امنیتي ارګان د ترقۍ لپاره یې هیڅ برنامه جوړه نه کړه. بلکې د امنیتي ارګانونو کارکونکي او سرتیري ورځ تر بلې له بد اقتصادي، خوراکي او داسې نورو مشکلاتو سره مخ کیږي او مخ دي.

غني د افغانستان تدارکات چې میلیاردونو افغانیو ته رسیږي فقط په نمایشي او بې ځایه غونډو دایرولو ولګول او اوس هم په همدې رنګ په لسهاوو نورو غونډو ته تابیا لري چې ویل کیږي په میلیونو افغانۍ به ورباندې ولګوي.

غني ولې هغه پیسې چې د ثور د میاشتې د لویې نمایشې جرګې په دایرولو ولګولې د امنیتي ارګانونو په تقویه کولو ونه لګولې؟

غني ولې هغه پیسې چې د رولا غني په نوم له ښځو سره د مرستي په نیت ورکړلای شوې د امنیتي ارګانونو په تقویه کولو و نه لګولې؟

غني ولې هغه پیسې چې د بې ځایه نمایشې ودانیو په بیا رغولو او خپل ځانته د کمپاین په نیت ولګولې د امنیتي ارګانونو په تقویه کولو و نه لګولې؟

غني ولې هغه ۳۸۵ میلیونه افغانۍ چې د اسد په ۲۸ به د امان الله خان په سلیزه ولګول شي، د امنیتي ارګانونو په تقویه نه لګوي؟

او غني ولې هغه په میلیاردونو پیسې چې د دولت کارکونکو ته یې د اختر مبارکې په توګه ورکړې، د امنیتي ارګانونو په تقویه نه لګولي؟

دلته یوې خبرې ته وضاحت ورکول غواړم، هغه دا چې غني ولې د افغانستان تدارکاتي پیسې خپل ملکیت بولي؟ او څنګه چې یې زړه شي په هماغه لورې یې مصرفوي. آیا د افغانستان تدارکاتي پیسې د غني د پلار مال دی او که دده خپل؟ غني ته چا دا حق ورکړی چې دی د وطن د بیت المال پیسۍ په بیځایه نمایشي او کمپایني غونډو او کارونو مصرف کړي؟

حقیقیت دادی چې د غني سره په حکومت کې دخیل خلک په خپله له غني سره په دې غلا او په دې خیانت کې شریک دې او د غني په تناسب ددوی هم ورپکې غوړه ده، نو ځکه په حکومت کې دومره نر نه پیدا کیږي چې غني ته ووایې چې خیر خو دی چې د بیت المال پیسې په نمایشي غونډو او په کمپایني کارونو لګوي؟

هیواد مو فقط د امنیت له لوري مشکلات نه لري بلکې زموږ هیواد په زیاتو اړخونو کې زیات او جدې مشکلات لري چې جدې توجه او جدې خرچې ته ضرورت لري خو زموږ هیواد مشر د امنیتي پیښو په بدل کې فقط یوه اعلامیه نشروي او د نورو مشکلاتو لپاره هوایې دهلیزونه افتتاح کوي چې د هیڅ درد لپاره نه دوا کیږي.

لنډه دا چې ټاکنې را نژدې دې او غني د تدارکاتو په سر ناست دی، په یو نوم او په بل نوم خلکو ته پیسې ورکوي او دا په داسې حال کې چې اردو، پولیس او امنیتي کارمندان یې له لوږي په ډیر بد حالت کې شپې او ورځې تیروي. وای موړ د وږي له حال څه خبر وي. نو اوس هم غني د خپلې چوکۍ غم اخیستی هغه د امنیتي ارګانونو په دننه کې له مشکلاتو څه خبر دی؟

غني د هیواد ټولې امنیتي چارې د ماشومانو په لاس ورکړې او خپله د مال او دولت په جمع کولو او تقسیمولو مصروف دی.

غني د افغانستان د ملي تدارکاتو په نابودۍ کې بې سارې دی. ملت ته په کار دی چې د امنیتي پیښو په واقع کیدلو سره د غني ګریوان ته لاس ورواچوي ځکه هغه ددې هیواد تر ټولو مهمې مسئلې ته هيڅ اهمیت نه دی ورکړي او د هیواد ټوله پانګه ېې په نمایش او کمپاین ولګوه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون