سلايډ (فيچر) نظر

د اشغال د دوام خوبونه

ف، فایض

د ویسا ورځپاڼې د تېرې چهارشنبې (۱۳۹۸\ د چنګاښ ۱۲) ګڼه کې مې هممهال دوه خبرونه ولوستل چې دواړه سره واحد هدف تعقیبوي، یو دا چې امریکا د قطر له خبرو سره هممهاله په افغانستان کې خپلې پوځي اډې پراخوي چې په دې کې هم بیا خاصه اشاره د بګرام پوځي اډې ته شوې چې هلته یې له خلکو نه سلګونه جریبه ځمکې اخیستې او د دې پوځي اډې د پراخولو په هڅه کې ده. خبر همدارنګه بیانوي چې د بګرام اډې په اړه امریکایانو د (۱۲۰۰) ملیونو ډالرو په بیه دوه پروژې لاسلیک کړي دي. له دې سره زما مخې ته د پخواني ولسمشر هغه خبره ودرېده چې یوه ورځ یې نپوهېږم په کوم مناسبت خبرې کولې او د طنز په لهجه یې وویل چې وارخطا کېږﺉ مه، امریکایان له افغانستانه، نه وځي او اوس هغه دی د هغه خبرې ریښتیا کېږي. دا سهي ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات یو څه وخت خو اخلي؛ خو دومره نه لکه چې وایې خیست؛ ځکه امریکا غواړي چې دا مذاکرات هغې نقطې ته ورسوي چې غواړي یې، هیله ده طالبان هم د امریکا دې هدف ته متوجه وي او افغان ولس هم باید متوجه وي. د قطر د مذاکراتو بهیر خو لاتر اوسه له همغو دواړو لوریو سره دی چې نه خلیلزاد او نه طالبانو، یوه لوري هم په دې اړه نړیوالو ته څه نه دي ویلي؛ نو له دې مذاکراتو بهر اړخونه فقط حدس وهي چې ښایي داسې څه یې سره ویلي وي؛ خو هغه څه چې د امریکایي مقاماتو له څرګندونو نه معلومېږي هغه دا ده چې امریکا دا مهال له افغانستانه د وتلو اراده نه لري، او ما افغانستان ته د امریکایانو د راتګ په همغو لومړنیو شپو کې په خپله یوه لیکنه کې لیکلي وو چې فکر کوم دا به زما د هغې لیکنې سرلیک و چې: «ماما، د ډېرو شپو مېلمه دی»

د ویسا ورځپاڼې بل خبر د امریکا د ولسمشر ټرمپ دا خبره وه چې افغانستان به د امریکا له نظامي حضوره پرته  د تروریستانو په لابراتوار بدل شي. ټرمپ وایي که امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه وهم باسي؛ نو په افغانستان کې به خپل ډېر قوي استخباراتي حضور وساتي، دا خبره په کابل کې د هغوی د سفارت له پراخولو نه هم معلومېږي، دا چې د سفارت دننه یې څه کړي پر هغې خو موږ نه یو خبر او زه باور لرم چې افغان حکومت یې هم په اړه دقیق معلومات نه لري؛ ځکه د امریکا حکومت او یا یې سفارت، افغان حکومت ته دا معلومات نه ورکوي او حکومت ترېنه پوښتلی هم نه شي چې د سفارت د ننه څه روان دي. زه همدومره حدس وهلی شم چې امریکا په افغانستان کې هم پر خپل سفارت او هم د بګرام پر هوایي اډه، ډېره زیاته پانګونه کړې او هلته یې چې کوم تأسیسات جوړ کړي هم زموږ له حدس و ګومان نه پورته خبره ده.

زه دلته د امریکا د یوه پخواني ډېر مشهور ولسمشر ابراهام لنکن یوې تاریخي خبرې ته را ګرځم او هغه دا چې هغه پر خپل ولس غږ کړی و چې دا یهود له امریکا نه وباسئ!، که مو و نه اېستل سبا ته به زموږ لمسیان او کړوسیان د دوی په کروندو او باغونو کې مزدوري کوي او د دې بدبختۍ مسؤول به موږ یو. متأسفانه د ابراهام لنکن خبرې ته په امریکا کې چا ارزښت ور نه کړ؛ ځکه که ارزښت یې ورکړی وای؛ نو د هغه خبره به یې عملي کړې وای؛ خو نن په حقیقت کې د امریکا سیاسي واک د یهودو په لاس کې دی، دغسې یې د رسنیو دنیا هم د یهودو په لاس کې ده او د اقتصاد خو یې دا حال دی چې علامه قرضاوي په خپل یوه کتاب کې کاږي چې دا مهال په امریکا کې د یهودو نفوس له دریو تر څلور سلنو پورې دی؛ خو د امریکا اویا سلنه سرمایه د یهودو په لاس کې ده. دا چې اوس امریکا په پټو سترګو په منځني ختیځ کې د اسراییلي دولت ملاتړ کوي، علت یې دا دی چې دا مهال، په حقیقت کې امریکا په سیاسي، اقتصادي، پوځي او رسنیزو ډګرونو کې د یهودو له خوا اداره کېږي چې دا حالت یواځې امریکایي ولس ته نه؛ بلکې ټولې نړۍ ته یو ډېر بد زېری دی. متأسفانه د شنونکو په ډېر ښه تعبیر اوس مسیحیت هم د یهودیت په ډنډ کې پرېول شوی دی یا په بل تعبیر عیسویت هم د یهودیت جامې اغوستې دي. د امریکا پخوانی ډېر مشهور د بهرنیو چارو وزیر هنري کسېنجر یهودی و، پر افغانستان د شوروي د یرغل پر مهال (۱۹۷۹) د ملي امنیت سلاکار برېژنسکي یهودی و، پر عراق د امریکا د حملې پر مهال (۱۹۹۰-۹۱) د دفاع وزیر وروسته مرستیال ولسمشر ډک چیني یهودی و او دغسې به یې اوس په پوځ کې ډېر جنرالان یهودیان وي؛ نو زما عرض دا دی چې نن باید نړیوال امریکا ته له دې  زاویې نه وګوري، امریکا څه ډول اسلامي تر څه بریده پر خپلو پښو ولاړ هېوادونه له پښو وغورځول او هغه چې پاتې دي هم باید دا خطر محسوس کړي، دا ځل په عراق، لیبیا او سوریې پسې د ایران وار را رسېدلی او دغسې ترکیې ته هم کله نا کله سره څراغونه لګوي او دغسې دې نور اسلامي هېوادونه هم دې خطر ته متوجه شي. دا اوسني مطرح اسلامي هېوادونه دې یو ځل د عثماني خلافت د سقوط (۱۹۲۴) داستان ولولي چې سر یې پر خبره خلاص شي، او که په غړېدلو سترګو هسې ځانونه غولوي؛ نو بیا دې د یادو هېوادو د برخلیک انتظار وکړي. په اسلامي نړۍ کې چې دا اوس کومه تراژیدي روانه ده، همدا بس ده، موږ نه غواړو چې دا تراژیدي یا دا غمیزې بیا تکرار شي، زموږ دعا ده چې کوم اسلامي هېوادونه د دې تراژیدۍ په عمق کې واقع شوي هغو ته دې خدای نجات ورکړي او پاتې اسلامي هېوادونه دې پر دې بد برخلیک نه اخته کوي؛ خو خبره دا ده چې دلته د اسلامي هېوادو یو څه هوښیاري هم په کار ده، که اسلامي هېوادونه پخپلو کې سره غوښه او چاړه شي؛ نو طبیعي ده چې د دې حالت ګټه به هغو هېوادو ته رسېږي چې د روانو توطیو تر شا واقع شوي دي او زیان به یې اسلامي نړۍ ته رسږي. تاسې وګورﺉ چې له اندونیزیا سره څه وشول، ختیز تیمور یې ولې ترېنه جلا کړ، همدارنګه سوډان وګورﺉ چې جنوبي سوډان یې څه ډول ور نه جلا کړ، ددې تجزیو تر شا کومې انګېزې واقع وې. دا اوس چې اسلامي نړۍ څومره وېشل شوې لږ ورته فکر په کار دی، ټرمپ د سوریې هغه مسلمه خاوره (د جولان غونډۍ) چې په ۱۹۶۷ کې اسراییلو لاندې کړې دي د اسراییلو د خاورې په توګه اعلانوي او د اسراییلو ماجراجو صدراعظم نتانیاهو بیا هلته د ټرمپ په نامه د یوه ښارګوټي د جوړولو اعلان کوي، له فلسطین سره خو چې کوم ظلم روان دی، هغه خو جلا داستان دی، همدارنګه د مصر د قانوني حکومت د رانسکورولو له پاره د سیمې د یو شمېر عربي هېوادو لاس د لمر په څېر ښکاره و او بالاخره یې د هغه هېواد مظلوم ولسمشر (مرسي) چې د ملت په رایه او اراده راغلی و په زندان کې په ډېر مظلومانه ډول شهید کړ، پر هغه یې ټول سهولتونه ودرول، بې له شکه د مصر اوسنی حکومت د هغه قاتل دی، خو هغه څوک هم د هغه په خون کې شریکان دي چې د هغه د حکومت د را نسکورولو سره یې مرسته کړې وه، اصلاً هغه چې کوم اقدامات وکړل، نړیوال استکبار یې ووېراوه چې مصر نور د استقلال پر لور ګامونه ږدي؛ خو اسانه لار یې پر هغه کودتا وه او دا کار یې وکړ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون