سلايډ (فيچر) نظر

بُن او دوحه؛ د زغم او منلو څرنګ تجربې؟

وحيدالله مصلح

تېر اتلس کلونه د يوې ماتې او يو بري لپاره اوږده کلونه نه دي، دا سر په سر ايښي لاسونه د يو زورور ټکر، کسات او انقلابي ډيپلماسۍ تر پاى مخکې روغبړونه دي… په دې قهري ټکرونو کې له شمېر وتي عام افغانان، طالبان، افغان امنيتي ځواکونه او بهرني عسکر ووژل شول…
تېر بُن او په ځانګړي ډول لومړى هغه يې د افغان شريکوالو د افراطي تقابل يو مغرور څپرکى و، هلته چې طالبان په کې نه يوازې نابللي او شړل شوي وو بلکه هلته شريکو افغانانو په کې د زغم، تنوع او يوبل منلو هغه کم ظرفي نندارې ته وړاندې کړه چې د وروستيو اتلسو کلونو نارامۍ په يو لوى عامل کې له همدې کم ظرفۍ را وخوټېدې، نن چې د تېرو اتلسو کلونو د حکومتوليو پخواني او اوسني شريکان د طالب خبرو ته په کوم ظرفيت او مداحۍ کله مسکو او کله قطر ته ورځي؛ که يې طالب اتلس کاله مخکې په يو عادي ګډون منلى واى، نو که دا جګړه بيا هم په دغه شکل شوې واى، لږ تر لږه به دوى تاريخ ته دغسې پړ نه واى.
نن چې طالبان په همغه تکرار تاريخ کې راغلل او دوى په کې د بُن له همغه زلمي خليلزاد سره دا ځل په قطر کې د بين الافغاني خبرو اترو شريکوالو سره خواله او روغبړ کوي؛ د خبرو اترو او دستي ساعت زغم لپاره دا يو ښه پيل دى، خو که طالبان په کې دا خبرې د خپل يونواخت او ځانله حکومتولۍ لپاره سټراټيژيک مانور کړي، که دوى په کې د افغان معضلې شريکان او په ځانګړي ډول افغان حکومت رد او له پامه وغورځوي دا به د بُن همغه تکرار وي او د تنوع او يوبل منلو دا ورکه به افغانستان يوې بلې جګړې ته ننباسي، دا جګړه به خورا ناوړه او قومي وي او دا جګړه به ډېر منطقوي او نړيوال تمويلوونکي او اکمالوونکي ولري.
په دې هيله چې په دا ځل خبرواترو کې طالبان د بُن خلاف د زغم او يوبل منلو ظرفيت وړاندې کړي، د تېر او اوس دا توپير د افغان سولې او ټيکاو لپاره اړين دى، په تاريخ کې لوى لوى فرصتونه نه يوازې کله کله او په سختۍ مخې ته راځي خو په ډېرې اسانۍ له مخې ځي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون