سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

پامپيو: د دوحې بین الافغاني ناسته هيله بښونکې ده

د امریکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو دوحه کې د طالبانو، حکومتي چارواکو، سياسي څېرو، مدني فعالانو او خبريالانو بین الافغاني ناستې په اړه خوښي ښکاره کړې ده.

مايک پامپيو په خپل ټويټ کې ليکلي، له ډېره وخته دغسې يوې ناستې ته تمه وه، اوس ډېر خوښ دی، چې افغانان د خپل راتلونکي په اړه هيله بښونکې بین الافغاني ناسته کوي او د خبرو له لارې د روان بحران د حل کولو فکر کوي.

د جرمني برګهاف بنسټ او قطر په کوربه‌توب د طالبانو او له کابله ورغلي پلاوي ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته پرون پيل شوې او نن دوشنبه به پای ته ورسيږي.

دغې ناستې ته له کابل د لسو ښځو په ګډون شپېته کسان ورغلي او د طالبانو له لوري په کې د سیاسي دفتر اوولس غړي ګډون لري.

د قطر د بهرنیو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن او افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوټلز دغه ناسته ګټوره بللې او هيله يې ښکاره کړې، چې د دوحې بین الافغاني ناسته به د سولې روان بهير کې مرستندویه ثابته شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون