ټکنالوژي

د هواوې عامل سیستم به انډرایډ څخه چټک وي

گوگل کمپنۍ پر هواوې د امریکا بندیزونو پایله کې اعلان وکړ، چې د بندیزونو پلي کېدو څخه وروسته به نور هواوې د دوی د سافټ وېیر، عامل سیستم او پلې سټور د کارولو اجازه ونه لري.

هواوې کمپنۍ د دغه بندیز په پایله کې خپلو کاروونکو سره ژمنه وکړه چې ډېر ژر به خپل شخصي عامل سیستم جوړ او د خپلو اوزارو کاروونکو ته وړاندې کړي.

که څه هم د جون په وروستیو کې ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې پر هواوې لگول شوي بندیزونه به کم یا له منځه یوسي، خو تر دې دمه څرگنده نه ده چې دغه بندیزونه به کله لرې شي.

خو بل پلو بیا داسې ښکاري چې د هواوې کمپنۍ بنسټ ايښودونکی او اجرایوي رییس هم نور نه غواړي بېرته انډرایډ کورنۍ سره یو ځای شي. د هواوې اجرایوي رییس ښاغلی رېن ژېنفي وايي چې د گوگل کمپنۍ عامل سیستم باندې به خپله تکیه پای ته رسوي او خپل شخصي عامل سیستم به وړاندې کړي.

ښاغلی ژېنفي رسنیو ته په دې اړه وویل: «د هواوې عامل سیستم به له انډرایډ څخه چټک وي. زموږ د اټکل له مخې زموږ عامل سیستم به له انډرایډ څخه ٪۶۰ چټک وي او کاروونکي به وکولی شي د دغه عامل سیستم په مرسته خپل تیلیفون، موټر او نور اوزار سره وصل کړي.»

ښاغلی ژېنفې وویل چې په دې برخه کې د هواوې کمپنۍ تر ټولو بنسټیزه ستونزه د گوگل پلې سټور او اپل اېپ سټور په څېر د کاریالونو پلورنځی نه لرل دي، خو کاروونکو سره يي ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د گوگل او اپل د اېپ سټور بدیل هم جوړ او کاروونکو ته وړاندې کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون