سلايډ (فيچر) نظر

له اوسنې نظام او حاکميت څخه د عموم ولس د نارضايتې علل او عوامل

عبدالاول بشارت

د ولسمشر اشرف غني په راتګ سره له ولس سره دا هيلې او ارزوګانې زياتې وې، چې ولسمشر به په حکومتې دستګاه کې د پام وړ اصلاحات راولي، کار به اهل کار ته وسپاري، واسطه، پيسه او اړيکې به په مقرريو کې په تدريجي ډول ختمې؛ اوپه مقررۍ کې به معيار يواځې او يواځې وړتيا، استعداد او لياقت وي .

خو متاسفانه ،چې د پنځو کلونو په تېرېدلو سره نه يواځې دا،چې په حکومت کې مقررۍ په قانوني او اصولي ډول ونشوې بلکه تر پخوا لازيات په مقرريو کې واسطه، پيسې ، قوم ، او سمت پرستې پسي زور واخيست .

دا ،چې ولسمشر غني د خپلې دورې تر پايه خپله کابينه بشپړه نه کړه. او اوس هم ځينې مهم او کليدي وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کېږي .

نو د ولس هغه هيلي هم له خارور سره خاوري شوې، چې ولسمشر غني ته يې د اصلاحاتو په برخه کې درلودلې .

که د ولسمشر غني د دورې د ځينو لوړ رتبه چارواکو چې پکې وزيران هم شامل وو، له استعفاؤ يې راونيسو تر اخېرنيو جنجالونو ، چې حتی ځيني ناموسي مسائل هم ددوی د پخوانيو ليري کړل شويو مسئولينو لخوا په رسنيو کې مطرح شول . فساد، غلا، چورچپاول، اختطاف ،آن تردې ،چې د ولسمشرغني د دفترريس سلام رحيمي، هم خپل ټول خپلوان او متعلقين په اداره امور کې مقرر کړي دي ، که دا ټول سره محاسبه کړو ، نو ولسمشر ته به پدې تېره دوره کې د اصلاحاتو په برخه کې د صفر (۰) نمره ورکړو . او دا هغه څه دي چې ولس ته ښکاره او هېڅوک پرې سترګې نشې پټولای !

چې دغه حالت نو د ولسمشر په اراده او عزم باندي ولس مشکوک کړ، چې اصلاحاتو ته اراده نه لري.

ځکه ولسمشر که د هلمند او پکتيکا کې د ټيټې کچې په مقرريو کې رول نه لري، نو تر خپلې ژيري لاندي اداره امور او رياست جمهوري کې خو د سلام رحيمي خويشاوندان او رجامندان ويني چې ټول د يوه ولايت، يوې ژبي او د اوښي او خاله زامن يې استخدام کړې دي،

عام ولس ؛او په تېره بيا ځوان کهول خو د فيسبوک او ټويټر له لاري په ځلونو دا غږ پورته کړی ،چې ولسمشر د اصلاحاتو اراده لري؛ خو د يوې مشخصې حلقې له لورې داسي محاصره دی، چې د ولس کريغې نه اورې .

همدغه فاسده حلقه د خپلې خوښې او ذوق سره سم ولسمشر ته ګذارش ورکوي، ورته وايي چې وطن ګل ګلذار دی، هېڅ خبره نشته، چې ښه مثالونه يې د کندز، غزني، او فراه ولايتونو سقوط دی، چې ولسمشر آن څو ورځې وروسته له حقائقو خبرېږي او بيا اقدام کوي .

چې بحث مې اوږد نشې که ولسمشر بيا غواړي چې په ټاکنو کې بريالې شي، د ځوانانو وړانديز دادی، چې دا تکراري څېرې دي نور له ځانه ليري او پر ځای دې نوي تازه پوهنتوني ځوانان راولي .

دغه ټول کسان چې اوس يې د ولس او ولسمشر تر منځ فاصله راوستې او خپلې شوړې وهي، په فحشاء، شرابخورۍ، لواطت ، غلا، او….. متهم شول دادي ټول کورته ولېږي ، او په راتلونکې نظام کې دي ورته ځای نه ورکوي او بېرته دې غرب ته رخصت کړي .

ولسمشر دي دا ځل داسي وطنوال، کليوال، محلي او ملي خلک په ځان را ټول کړي، چې هغه ولسي ريښه ولري.

دلته يې په داخل کې زده کړي کړې وي. د هيواد په کلتور او فرهنګ بلد خلک وي، د وطن په دوو ملي ژبو روانې خبري وکړاي شي،له ولس سره تعهد او خواخوږي ولري . د ولسمشر او ولس تر منځ د يو پل او رابط حيثيت ځان ته غوره کړي .

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون