افغانستان سلايډ (فيچر)

خليلزاد: د افغانانو خپلمنځي ناستې څلوېښت کلن بحران پای ته رسولی شي

د افغانستان سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوحې بین الافغاني ناستې ته هيله ښکاره کړې او ‏وایي، چې د افغانانو ترمنځ مخامخ ناستې به د روان څلوېښت کلن په پای ته رسولو کې ګټورې تمامې شي.‏

خلیلزاد دا څرګندونې د دوحې بین الافغاني ناستې له پای ته رسېدو وروسته کړي دي.‏

هغه د بین الافغاني ناستې د سمبالولو په اړه له جرمني او قطر څخه هم مننه کړې، چې د افغانانو ترمنځ د تفاهم او مخامخ ناستې زمينه يې برابره ‏کړې ده.‏

د دوحې بین الافغاني ناسته تېره شپه ناوخته د اته ماده‌ييز پرېکړه‌ليک په اعلانولو پای رسېدلې ده.‏

په اته‌ ماده‌ييز پرېکړه‌ليک کې د اسلامي او افغاني ارزښتونو او بشري حقونو د ساتلو، د سولې خبرو په دوام، پر ملکي تاسيساتو او ولسي خلکو ‏د ‏بريد نه کولو، د سپين ږيرو او ناروغو بنديانو په خوشې کولو، د يو بل پر ضد د توندې او ترخې ژبې نه کارولو سربېره د روان تاوتريخوالي په ‏کمولو ‏ټينګار شوی دی.‏

زلمي خلیلزاد په خپل ټويټ کې ويلي: « دغه خبرې اترې د افغانانو د څلوېښت کلنې جګړې او ناوړه کړاونو د پای ته ‏رسولو لپاره د لا پرمختګ هیله وربخښي. مونږ به نن سهار د طالبانو سره د خپلو خبرو په بیا پیلولو سره په خپلو ‏هڅو ټینګار وکړو.»‏

د دوحې له دوه ورځنۍ بین الافغاني ناستې وروسته به نن يو ځل بيا د امریکا او طالبانو خبرې پيل شي.‏

امریکا او طالبانو ويلي، چې د بین الافغاني ناستې له امله ځنډول شوې خبرې به نن بيا پيل شي او دواړه لوري هيله‌من دي چې د داووم پړاو ‏خبرې به له مهمو پرمختګونو سره پای ته ورسيږي او ښایي دواړه لوري په کې هوکړې ته ورسیږي.‏

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون