سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

خلیلزاد له دوحې بيجينګ ته روان شو

د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د اووم پړاو له اوږدو خبرو وروسته نن مازديګر ناوخته چين ته روان شو.

خليلزاد په خپل ټويټ کې ويلي، چې نن سهار يې له طالبانو سره غونډه درلوده، اوس چين ته روان دی او تر هغې وروسته به د خپل کاري راپور وړاندې کولو په موخه واشنګټن ته لاړ شي.

خلیلزاد د تېر جون په ۲۹مه له طالبانو سره د اووم پړاو مذاکراتو په موخه دوحې ته تللی و، د جولای تر شپږمې نېټې دغو خبرو وخت ونيو او د روانې مياشتې  په ۷مه او ۸مه د بین الافغاني ناستې له امله يې دغه خبرې دوه ورځې وځنډولې او نن سهار یې يو ځل بيا له طالبانو سره ناسته درلوده.

خلیلزاد او طالبانو د نننۍ ناستې جزيات له رسنيو سره نه دي شريک کړي، خو تر دې وړاندې طالبانو او امریکا دواړو د قطر اووم پړاو خبرې له لاسته راوړنو ډکې بللې وې.

د طالبانو د سیاسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي و، له امریکا سره يې شاوخوا نوي سلنه خبرو کې پرمختګونه شوي او لږ خبرې دي، چې نورو بحثونو ته اړتيا لري.

خلیلزاد تېره ورځ په دوحه له رسنيو سره په خبرو کې وويل، له څلورو موضوعاتو په درې هغو له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي او يوه موضوع لاينحله پاتې ده، خو دا يې ونه ويل، چې کومه موضوع جنجالي ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون