افغانستان سلايډ (فيچر)

د هلمند د محبس ډاکتر په خپل شخصي کلینک کې ووژل شو

نن سه شنبه مازیګر مهال د شپږو بجو شاوخوا کې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د صافیانو په سیمه کې د هلمند عمومي محبس يو تن ډاکتر عبدالقيوم ذکي باندې خپل شخصي کتنځای کې د ماین چاودنه شوې چې خپله نوموړي پکې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

عیني شاهدان وایي ، ماین د نوموړي په شخصي کتنځای کې ځای پرځای شوی و، چې کلینک ته د نوموړي د راتګ سره چاودنه وشوه.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک پېښه تائيد کړه او وایي دغه چاودنه مازیګر ۶ بجې شوې ده. په دې چاودنه کي ذکي وژل شوی او دوه تنه ملکي کسان ټپیان دي .

تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخستی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون