افغانستان سلايډ (فيچر)

ننګرهار کې د استيناف محکمې  دوه مديران وژل شوي

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ولايت د استيناف محکمې دوه مديران د ناڅرګندو وسله‌والو له لوري وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت وياند عطاالله خوياڼي رسنيو ته ويلي، د استيناف محکمې دوه مديران نن سهار د جلال اباد ښار په څلورمې ناحيې کې وژل شوي او بریدګر هم په تېښته بريالي شوي دي.

دواړه وژل شوي کسان يوه يې کاتب خان نومېده، چې د محکمې د کورني او بهرني امنيت مسوول و او دوهم تن قدرت الله و، چې د استيناف محکمې د نظامي ديوان مدير و او دواړه  نن سهار هغه مهال په نښه شول، چې له خپل کوره د دفتر پر لور روان وو.

د  پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

جلال اباد کې د هدفي وژنو لړۍ ورځ تر بلې پراخيږي.

په دغو هدفي وژنو کې تر ډېره ديني علما، دولتي چارواکي او سوداګر په نښه کيږي، خو حکومت تر اوسه د هدفي وژنو په مخنيوي نه دی توانېدلی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون