ټکنالوژي

فېسبوک نوي کاریالونه جوړوي

فېسبوک کمپنۍ غواړي خپل شته کاریالونو د غوره کولو ترڅنگ د کاروونکو لپاره یو شمېر نوي کاریالونه جوړ او وړاندې کړي. په دې اړه چې دغه کاریالونه به کومې ځانگړنې ولري څه نه دي ویل شوي.

د جولايي په درېیمه فېسبوک او د دغې کمپنۍ نور کاریالونه لکه وټس اپ او انسټاگرام د څو ساعتونو لپاره له تخنیکي ستونزو سره مخ شول او کاروونکي يي له یو شمېر ستونزو سره مخ کړل، خو اوس داسې ښکاري چې کېدای شي دغه تخنیکي ستونزه هم د فېسبوکو د نوو ځانگړنو تجربه کولو له امله رامنځ ته شوې وي.

فېسبوک کمپنۍ په رسمي توگه منلې چې په نوو کاریالونو او ځانگړنو کار کوي او دغې موخې لپاره یې یوه ډله چې اېن پي اي (NPE) بلل کېږي هم گومارلې ده.

فېسبوک د دغو راتلونکو سترو بدلونونو اړوند لیکلي: «راتلونکو اوونیو کې به فېسبوک د خپلو کاروونکو لپاره نوي کاریالونه وړاندې کړي. د فېسبوک دغه نوي کاریالونه به کاروونکو ته ډېر واک ورکړي او کاروونکي به دغه نوو کاریالونو سره په بشپړه توگه نوي څېزونه او ځانگړنې تجربه کړي.»

فېسبوک کمپنۍ وايي چې دا ځل غواړي خپل فېسبوک کاریال کې د نوو ځانگړونو اضافه کولو پر ځای نوي کاریالونه جوړ او کاروونکو ته وړاندې کړي.

فېسبوک کمپنۍ وايي چې دغو نوو کاریالونو کې به دغه پرېکړه چې ایا فېسبوک به د کاروونکو معلوماتو ته لاس رسی او په نورو کمپنیو د پلورلو اجازه ولري که نه، د کاروونکو په لاس کې وي او دغه کمپنۍ به د هغوی له اجازې پرته د هغوی هېڅ ډول معلومات له نورو کمپنیو سره نه شریکوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون