افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبان: له امریکا سره راتلونکې ناسته کې پيل شوې خبرې نهايي کېږي

په دوحه کې د امریکا او طالبانو د اووم پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته د امریکا سرمرکچي زلمی خلیلزاد چين ته روان شوی او تر دې وروسته به د خپل کاري راپور وړاندې کولو په موخه واشنګټن ته لاړ شي.

چين ته له روانېدو مخکې زلمي خلیلزاد په خپل ټويټ کې ويلي، چې طالبانو سره پر مهمو خبرو غږېدلی او د نورو مشورو لپاره واشنګټن ته ځي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين هم ويلي، چې له امريکايي پلاوي سره د روانو خبرو په وروستيو جزياتو غږېدلي او په راتلونکې پړاو کې به دغه خبرې نهايي شي.

د ښاغلي شاهين په وينا دواړه لوري به له خپلو مشرانو سره له سلامشورو وروسته په راتلونکي پړاو روانې خبرې نهايي کړي.

د امریکا او طالبانو د اووم پړاو خبرې د تېر جون  په ۲۹مه پيل شوې وې، د جولای په شپږمه د بین الافغاني ناستې له امله دوه ورځې وځنډول شوې او د جولای په نهمه دواړه لوري پر مهمو خبرو بېرته سره جرګه شوي وو.

د  جرمني او قطر په کوربه‌توب دوه ورځنۍ بين الافغاني ناسته په اته ماته‌ييز پرېکړه ليک پای ته ورسېده، چې تر ټولو مهم يې د اسلامي او افغاني ارزښتونو ساتنه، د سپين ږيرو او ناروغو بنديانو خوشې کول، د ملکي تاسيساتو ژغورنه او د ملکي تلفاتو کچه صفر ته راټيټول وو.

افغان حکومت هم د بین الافغاني ناستې د يو شمېر بندونو هرکلی کړی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون