سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

بينجګ سبا ته د افغان سولې په اړه د چين، روسيې او امریکا د درې اړخيزې ناستې کوربه دی

د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه له طالب استازو سره له اوږدو خبرو وروسته تېره ورځ چین ته تللی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې سبا پنجشنبه د جولای په يوولسمه بيجينګ کې د افغان سولې په اړه د چين، روسيې او امریکا درې اړخيزه ناسته کيږي.

افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوټين ځانګړی استازی ضمير کابلوف هم دغې درې اړخيزې ناستې کې د ګډون په موخه چين ته  رسېدلی دی.

خلیلزاد او کابلوف به بيجينګ کې افغانستان او پاکستان لپاره د چين له ځانګړي استازي ډينګ شي ژون سره د افغانستان سولې په اړه ناسته ولري.

د افغانستان سولې په اړه د دغه ډول درې اړخيزو ناستو دوه لړۍ تر دې وړاندې په واشنګټن کې شوي او درېيمه يې سبا د چين پلازمېنې بيجينګ کې کيږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون