لوبې

افتاب عالم باندې یو کال بندیز ولگول شو

نن د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې اعلان وکړ چې افتاب عالم باندې د ډسپلېن د کمېټې پرېکړې پر بنسټ یو کلن بندیز ولگول شو او نوموړي سره شوی تړون هم فسخه شوه.

د کرېکټ بورډ ادارې په وینا افتاب عالم نړیوال جام په جریان کې د ډسپلېن څخه سرغړونه کړې وه چې له همدې امله له نړیوال جام څخه بهر او بېرته هېواد ته استولی شوی و.

د کرېکټ بورډ ادارې ویلي چې د کرېکټ نړیوالې شورا څېړنو او شواهدو پر بنسټ افتاب عالم مجرم ثابت شوی چې له همدې امله د یو کال بندیز پرې لگول شوی او دغه موده کې کرېکټ پورې اړوندو فعالیتونو کې برخه نشي اخیستلی.

له دې وړاندې د جون په ۲۷مه د کرېکټ بورډ ادارې اعلان وکړ چې افتاب عالم د کرېکټ نړیوالې شورا ډسپلېن څخه سرغړونې له امله له لوبډلې بهر او بېرته هېواد ته استول شوی، خو کرېکټ بورډ هغه مهال هم په څرگنده توگه ونه ویل چې افتاب عالم د کرېکټ نړیوالې شورا د ډسپلېن کوم قانون څخه سرغړونه کړې.

له دې سربېره نن د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي رییس هم وټاکل شو. د کرېکټ بورډ ادارې په دې اړه ویلي چې دغې دندې لپاره دولس تنه شارټ لېست شوي ول چې له مرکې وروسته ښاغلی لطف الله ستانکزی د دغې ادارې اجرایوي رییس په توگه وټاکل شو.

ښاغلی لطف الله په نړیوال مدیریت کې ماستري لري او له دې وړاندې د افغانستان د کرېکټ بورډ د رسنیو او بازار موندنې څانگې مسؤل په توگه دنده ترسره کړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون