افغانستان سلايډ (فيچر)

ملګرو ملتونو افغانستان کې د روغتيايي کارکوونکو په مرګ ژوبلې اندېښنه ښوولې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روغتيايي کارکوونکو د مرګ ژوبلې د زياتېدو په اړه اندېښه ښوولې او د دغو تلفاتو د مخنيوي غوښتنه يې کړې.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د چارو ادارې «اوچا» مرستيال ټوبي لینزر په يوه اعلاميه کې ويلي، د جولای په شپږمه او نهمه نېټه په درې پېښو کې د روغتيايي چارو پنځو کارکوونکو په وژل کېدو خواشيني ښکاره کړې ده.

ټوبي لينزر ويلي، وژل شوي کسان د نادولتي روغتيايي ادارو کارکوونکي دي.

اوچا دا نه دي ويلي، چې دغه ډاکټران د چا په عملياتو کې وژل شوي، خو د جګړې له ښکېلو غاړو يې غوښتي، چې د ملکي وګړو او روغتيايي چارو کار کوونکو خونديتوب يقيني کړي.

اوچا دا اعلاميه وروسته تر هغه خپره کړې، چې وړمه شپه د وردګو به دايميرداد ولسوالۍ سيدانو تنګي سيمه کې د ګډو ځواکونو په چاپه کې د نادولتي روغتون ډاکټران، نرس او د يوه ناروغ پايواز وژل شوي وو.

د وردګو والي او دايميرداد ولسوال منلې، چې سيدانو تنګي کې د عملياتو پر مهال د سويډن موسسې په مرسته د جوړ شوي روغتون ډاکټران او عملې ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په ۲۰۱۸ کال کې د روغتيايي چارو ۷۶ کسان په افغانستان کې وژل شوي وو، خو د ۲۰۱۹ له پيله د جولای تر نهمې نېټې ۷۷ روغتيايي کارکوونکي وژل شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون