لوبې

افتاب عالم د یو پر ځای څو تېروتنې او سرغړونې کړي

تېره ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې اعلان وکړ چې د کرېکټ نړیوالې شورا څېړنو پر بنسټ افتاب عالم مجرم پېژندل شوی، چې له همدې امله پرې یو کلن بندیز هم ولگول شو.

د جون په ۲۷مه افتاب عالم د کرېکټ نړیوالې شورا «استثنايي حالات» پر بنسټ له لوبډلې وویستل شو او په راتلونکې ورځ بېرته هېواد ته واستول شو.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې له نړیوال جام څخه د افتاب عالم د بهر کېدو او بېرته هېواد ته ستنېدو اړوند پرېکړې اورولو پر مهال د نوموړي سرغړونو اړوند هېڅ ډول معلومات وړاندې نه کړ، خو اوس د کرېک انفو مشهورې پاڼې نړیوال جام کې د افتاب عالم له سرغړونو پرده پورته کړې.

افغان ملي لوبډلې د هندوستان په وړاندې لوبې لپاره ساوتمټن ښار ته تللې وه. د هندوستان په خلاف لوبې څخه وړاندې افتاب عالم هغه هوټل کې چېرې چې ملي لوبډله اوسېدله له یوې ښځینه مېلمنې سره ناوړه چلند کړی و، چې وروسته بیا له همدې امله له لوبډلې بهر او بېرته هېواد ته واستول شو.

له دغې پیښې وروسته د جون په ۲۳مه نوموړی د کرېکټ نړیوالې شورا د فساد ضد ادارې غونډې کې گډون ونه کړ چې له همدې امله د مشر روزونکی فېل سېمنس له لوري پرې د دوو لوبو بندیز ولگول شو. وروسته معلومه شوه چې دغې مهمې غونډې پر ځای نوموړی له اجازې او د لوبډلې ته خبر ورکولو پرته لندن کې خپلو خپلوانو کور ته تللی و.

له دغو دوو پېښو وړاندې هم افتاب عالم خپلې سترې تېروتنې سره د هېواد او ملي لوبډلې حیثیت ته زیان رسولی و. د راپورونو پر بنسټ نوموړی د جون په ۱۶مه د هندوستان او پاکستان لوبې پر مهال له اجازې پرته خپلو ملگرو سره لوبغالی ته تللی و او هلته د خپل کارت په مرسته د ځانگړو ناستو غوښتنه کړې وه، او کله چې ترې د لوبغالی څخه بهر کېدو غوښتنه وشوه نو نوموړي ونه منله. د لوبغالی کارکوونکي اړ شول چې امنیتي کسان راوغواړي. امنیتي کسانو راتگ سره د افتاب عالم ملگري ولاړل خو نوموړی بیا هم د کارکوونکو غوښتنه رد کړه، خو بالاخره له لوبغالی څخه وویستل شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون