افغانستان سلايډ (فيچر)

ميلټاري ټايمز: د افغان حکومتي چارواکو ترمنځ نه همغږۍ جګړه له ناکامۍ سره مخ کړې

د امریکا ميلټاري ټايمز ورځپاڼې د افغانستان روانې جګړې د ناکامۍ او پيچلتيا په اړه يو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه وايي، د امریکا د سټراټيژيکو او نړيوالو څېړنو مرکز د افغانستان جګړې د پيچلتيا او ناکامۍ په اړه ويلي، چې د حکومت پوځي او سياسي  چارواکو ترمنځ د نه همغږۍ له امله په جګړه کې پرمختګ نه کيږي، بلکې همدې نه همغږۍ روانه جګړه له ناکاميو سره مخ کړې ده.

د سټراټيژيکو او نړيوالو څېړنو مرکز د افغانستان روانې جګړې د ناکامۍ بل لامل د امریکا او افغان ځواکونو له لوري د افغانستان کلتور او دودونو ته نه درناوی ښودلی، چې له امله يې دغه جګړه له ناکامۍ سره مخ ده.

دغه څېړنيز مرکز د امریکا او افغانستان حکومتونو ته سپارښتنه کړې، چې د جګړو او عملياتو لپاره بايد د سياسي او پوځي ادارو ترمنځ همغږي رامنځته شي او همدارنګه په افغانستان کې ټول جنګېدونکي پوځيان بايد د افغانستان ولسي دودونو او کلتور ته په درناوي پوه شي او د پوځي پوهې سربېره د هغوی سياسي او ټولنيزه روزنه هم وشي.

ميلټاري ټايمز د افغانستان جګړې د ناکامۍ د لاملونو په اړه دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې امریکا نور له روانې جګړې ستړې ده او د روان بحران د پای ته رسولو لپاره يې له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون