روغتيا او ژوند

که ساه بندي لرئ؛ د درملنې دغه اسانه او ارزانه لارې وازمویئ

ساه بندي هغه ناروغي ده چې تنفسي سیستم کې د روغتیايي ستونزو له کبله رامنځ ته کېږي. ماشومان هم په دغې ناروغۍ اخته کېدلی شي. ساه بندي هغه مهال چې سږو کې د هوا رگونه وپړسېږي رامنځ ته کېږي. د رگونو او سږو دغه پړسوب سږو ته د هوا دننه کېدو او خارجېدو لاره بندوي چې له همدې امله انسان ساه نشي اخیستلی.

خو کورکمن هغه مساله ده چې د سابندي سربېره د سږو او ساه پورې تړلې زیاتو ناروغیو لپاره تر ټولو غوره او اغېزمن درمل بلل کېږي. کورکمن د سږو او د سږو رگونو پړسوب له منځه وړلو سره ساه اخیستل اسانه کوي.

که د ساه بندي ناروغي لرئ او د طبیعي درملنې په لټه یاست، نو د دغې ناروغۍ څخه خلاصون لپاره کورکمن په لاندې طریقو سره کارولی شئ:

۱- کورکمن

اړین توکي
۱. د یوې کاچوغې څلورمه برخه کورکمن

طریقه:
۱. پورته ذکر شوې اندازه کورکمن خپلو خوړو کې واچوئ.
۲. په ورځ کې د یوې کاچوغې څلورمه برخه کورکمن ۳ – ۴ ځلي وخورئ.
۳. یوې اوونۍ څخه تر لسو ورځو پورې د کورکمن دغه کارونې ته ادامه ورکړئ، او که خپله روغتیا کې مو غوره‌والی ولید، نو د کورکمن اندازه نوره هم زیاته کړئ.

۲- کورکمن او گبین (عسل)

د کورکمن او گبین مخلوط د ساه بندۍ ستونزې اوارولو سربېره د تنفسي سیستم اړوند نورې ستونزې او ناروغۍ هم درملوي.

اړین توکي:
۱. دوه کاچوغې گبین
۲. یوه کاچوغه کورکمن

طریقه:
۱. د کورکمن پوډر او گبین یوې کوچنۍ لوښي کې واچوئ.
۲. په ښه توگه يي گډ کړئ.
۳. دغه مخلوط د ورځې په اوږدو کې وخورئ.
۴. د ساه بندي او تنفسي سیستم د ناروغۍ درملنې لپاره دغه مخلوط هره ورځ وکاروئ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون