سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د پاکستان د نفاذ شريعت محمدي تحريک مشر مولانا صوفي محمد ومړ

د پاکستان تحريک نفاذ شريعت محمدي ډلې مشر  مولانا صوفي محمد د ۸۷ کالو په عمر ومړ.

مولانا صوفي محمد د خپل ځانګړي دريځ له امله د پاکستان نظام او ديموکراسۍ مخالف و، د پاکستان اساسي قانون یې کفري باله، په نويمو کلونو کې يې په سوات سيمه کې د حکومت پر ضد وسله‌وال پاڅون کړی و، چې د پاڅون له ناکامۍ وروسته د حکومت له لوري بندي شو، له څو موده زندان وروسته بېرته خوشې خو نوموړی بیا هم پر خپل دريځ ولاړ و.

په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان د امریکا او نړيوال ايتلاف د بريد پر مهال يې د سوات سيمې زرګونه کسان له ځان سره افغانستان ته بيوولي وو، چې ډېری پلويان يې په امريکايي بمبار کې ووژل شول يا بنديان شول، او دی بېرته له يو شمېر کسانو ته پاکستان ته ستون شو او هلته يو ځل بيا د حکومت له لوري ونيول شو.

هغه په ۲۰۰۸ کې بېرته خوشې شو، خو له يوه کال ازاد ژوند وروسته په ۲۰۰۹ کې يو ځل بيا د بغاوت او اساسي قانون د نه منلو په تور زنداني شو او بالاخره د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې پر هغه لګېدلي تورونه ثابت نه شول او له زندانه خوشې شو.

مولانا صوفي محمد د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر ملا فضل الله خسر هم و.

نوموړی له تېر يوه کال راهيسې په خپل کور کې و او د فضل الله په نوم د هغه زوی رسنيو ته منلې، چې پلار يې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون