افغانستان سلايډ (فيچر)

د افغان حکومت په زړه کې د جنسي رسوايۍ کيسې

د بي بي سي خبرياله يوګيتا ليمايي وايي، د کابل لمن يوې خټينې غونډې په يوه کور کې يې  د حکومت له يوې پخوانۍ مامورې سره وکتل.

د مرکې پر مهال پخوانۍ حکومتي چارواکې ورته د هويت پټ ساتلو په شرط په ارګ کې  د جنسي ځورونو کيسې کړي دي.

دغې مامورې ورته ويلي، چې لوړپوړي حکومتي ووزير د خپل کار  په دفتر کې هغه څو ځله ځورولې، يوه ورځ  يې غوښتل دفتر ته لاړه شي، خو وزير لاس ور اوږد کړ او د جنسي ځورونې هڅه يې  وکړه.

دا وايي، وزير ترې د جنسي اړيکو غوښتنه وکړه، خو د انکار په صورت کې يې بيا ورته وويل، چې دا کار څو شېبې وخت نیسي او په زوره يې د خپل دفتر شا ته خونې کش کړه.

«ما په دواړو لاسونو په شا ديګه کړ او ګواښ مې  ورته وکړ، که له خپل ناوړه هوډه لاس وا نخلې چيغې به کړم او خلک به راخبر کړم.»

خبرياله ترې د شکايت ثبتولو غوښتنه کوي، خو دا وايي، چې له خپلې دندې يې استعفا ورکړې، پر حکومت باور نه لري، که محکمې او پوليسو ته ورشئ، نو د دوی فساد به هم وګورئ، په ټول هېواد کې د شکايت ثبتولو خوندي ځای نه ويني او وايي: «که غږ پورته کړم، نو ټول خلک به ښځې ملامتوي.»

 د حکومت دغې پخوانۍ کارکوونکې بي بي سي ته ويلي، چې دغه وزير پر دوو نورو ښځينه کارکوونکو هم جنسي تېری کړی.

دغه پخواني حکومتي کارکوونکې وايي: «دا وزير په حکومت کې اغېز لرونکی شخصیت دی او له هر ډول وېرې پرته داسې ناوړه کارونه کوي.»

بي بي سي د ارګ د جنسي ځورونو راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د ولسمشر اشرف غني د ځانګړي امنيت پخواني ستر سلاکار جنرال حبیب احمدزي هم له خپلې دندې له استعفا وروسته د ارګ مهمې څېرې په جنسي رشوت اخيستو او جنسي ځورونې تورن کړي وو.

هغه په څرګندو ټکو د ولسمشر اشرف غني سلاکار فضلي او د چارو دفتر مشر عبدالسلام رحيمي ياد کړي وو، چې له ښځينه کارکوونکو د دندو په مقابل کې جنسي رشتونه غواړي.

له جنرال احمدزي وروسته د ملي امنيت شورا پخوانۍ سلاکارې مریم وردګ هم له هندي ټلويزیون سره په مرکه کې ويلي و، که حکومتي ادارو کې دنده ترلاسه کول غواړې، نو بايد جنسي رشوت ورکولو ته چمتو يې.

که څه هم لويې څارنوالۍ دوه ځله جنرال حبیب احمدزي ته د حاضرېدو امر کړی، خو هغه وایي، په حکومتي محاکمو باور نه لري او نه هم په دې اړه خپل اسناد له لويې څارنوالۍ سره شريک کړي.

مريم وردګ له تېرو څو مياشتو راهيسې له هېواده بهر ژوند کوي او وايي، وېريږي، که هېواد ته ستنه شي، زندان ته به واچول شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون