لوبې

انگلینډ ۲۷ کاله وروسته د نړیوال جام پایلوبې ته لار وموند

شیبه وړاندې د نړیوال جام وروستۍ نیمه پایلوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې انگلینډ د پیاوړې هر اړخیزې لوبې پایله کې استرالیا ته ستره ماتې ورکړه او د نړیوال جام پایلوبې ته يي لار وموند.

د لوبې پچه استرالیا وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

استرالیا د لوبې پیل کې له ځانگړو منډو پرته درې مهمې وېکېټې له لاسه ورکړې خو وروسته بیا د سمېت او کري ملگرتیا او توپ وهنه دغه لوبډله له ستونزمنو حالاتو وژِغورله.

استرالیا ۴۹ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د کمزورې توپ وهنې پایله کې یوازې ۲۲۳ منډې جوړې کړې او انگلینډ ته يي د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه.

استرالیا لپاره یوزاې سټیون سمېت پیاوړې توپ وهنه وکړه او په ۱۱۹ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته يي ۸۵ منډې جوړې کړې. الېکس کري هم په ۷۰ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۶ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

انگلینډ لپاره ووکس او عادل رشید درې درې، ارچر ۲ او ووډ یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې انگلینډ د پیاوړې توپ وهنې پایله کې په ۳۲٫۱ اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۶ منډې جوړې کړې او استرالیا ته يي په اتو وېکېټو ستره ماتې ورکړه.

انگلینډ لپاره رای په ۶۵ توپونو د نهو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۸۵ او بېیرسټو په ۴۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۴ منډې جوړې کړې. روټ په ۴۶ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۴۹ او مورگن په ۳۹ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۴۵ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

استرالیا لپاره سټارک او کمېنس یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون