افغانستان سلايډ (فيچر)

ننګرهار: د واده په مراسمو کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د لومړنیو ورکول شويو راپورونو سره سم د ننګرهار پچیر اګام ولسوالۍ کې د سیمه یېزو پولیسو یا پاڅونوالو د یوه مشر د نږدې خپلوانو په واده کې چاودنه شوې ده.

د پیچر اګام ولسوال حضرت خان خاکسار په خبره ممکن د حکومت پلوه پاڅونوالو د یوه مشر تورخان د نږدې خپلوانو په واده کې ځانمرګی برید شوی وي.

د پیښې د قربانیانو کره شمېر لا نه دی معلوم، خو ټپيان د ننګرهار حوزوي روغتون ته ليږدول شوي.

د ننګرهار د والي ویاند وايي، په دې پېښه چې یوه ماشوم پکې په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو چاودنه ورکړې، چې لږ تر لږه ۴۵ تنه یې ټپيان کړي او ۵ نور یې وژلي دي.

وسله والو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي.

ویل کېږي چې په دې سیمه کې داعش وسله واله ډله پراخ فعالیت لري او د دوی تر نفوذ لاندې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون