اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

افغانستان ته پاکستاني صادرات پنځه سلنه کم شوي

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت  چارواکي وایي چې په دې وروستیو کې د افغانستان -پاکستان دواړو هېوادونو ترمنځ  سوداګري مخ پر کمېدو روانه ده او د تېر کال په پرتله پکې پنځه سلنه کموالی راغلی دی.

د پاکستان مرکزي بانک شمېرې ښيي چې روان مالي کال کې افغانستان ته د پاکستان صادراتو کچه یو میلیارد او نوي میلیونو ډالرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې په تېر مالي کال کې د صاداراتو دغه کچه یو میلیارد او څلور سوه میلیونه ډالرو ته رسېده، چې نږدې پنځه سلنه کموالی یې ښيي.

د پاکستان د اقتصادي چارو پوهان وايي څرنګه چې افغان ولسمشر پاکستان ته سفر وکړ او پر سوله، دوه اړخیزه سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو کې يې نوی باب پرانیست همداسې دي د پاکستان صدراعظم عمران خان هم افغانستان ته سفر وکړي،ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې شته ستونزو ته یوه حل لاره ومومي.

پاکستان همداراز اعلان کړی، چې د را روانې اګست میاشتې له لومړۍ نیټې څخه به تورخم پوله د باروړونکو موټرو لپاره ۲۴ ساعته پرانستې وي.

د عمران خان تر واکمني وروسته په دغه هېواد کې د پورونو د پرې کولو په موخه پر خلکو لګول شوې مالیه په بې ساري ډول نوره هم زیاته شوې، همداراز پاکستانۍ کلداره تر بل هر وخت بې ارزښته سوې او د دې هيواد اقتصادي بحران لا هم روان دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون