سلايډ (فيچر) نظر

غني په جنسي تیریو راضي ښکاري!

لیکوال: رښتین افغان

وايې چې: آموخته خور بلا خور وي؛ د افغان حکومت د جنسي رسوایانو لړۍ ورځ تر بلې په مخ روانه ده، دادی نن بیا د بې بې سې په یو راپور کې د یوې پخوانۍ دولتي مامورې سره یوې خارجې ویاندې مرکه کړې ده او ویلې یې دي چې کوم وزیر ورباندې دری څلور واره د دندې په مهال جنسې تیری کړی او دې یې په مقابل کې خپله دنده پریښې او اوس په کور ناسته ده.

موږ به د حکومت کوم راز وساتو او یا به یې کوم ظلم او تیري ته سمه لاره ومومو کله چې حکومت له جنسي لیوانو او د مال او چوکۍ له وږو انسانانو څخه جوړ وي نو په داسې حکومت کې هره ورځ دداسې یوې پیښې پیښیدل کومه جالبه واقعه نه ده بلکې تر دې لا نورې بدترې هم پټې پاتې دي.

که مسئلې ته سم ځیر شو نو قصه سخته خرابه ښکاري. ځکه د غني د حکومت له سره، د هغه لومړي معاون جنرال دوستم په عام محضر کې په یوه قومي مشر او سیاسي چارواکې ښاغلي ایشچي باندې ډلیز جنسي تیری وکړ، خو غني یې په مقابل کې چوپ پاتې شو، له هغه را وروسته بیا د فاریاب والي په ورته جنسي تیري متهم شو او د هغه اسناد رسنیو ته هم را ووتل خو غني يې په مقابل کې چوپ پاتې شو، له هغه را وروسته بیا ملا لنډی چې د محلي پولیسو قومندان و په جنسي تیري کې دومره مشهور شو چې د فیسبوک او سوشل میډیا سوژه وګرځید، خو غني یې په مقابل کې چوپ پاتې شو، له هغه را وروسته په کندز کې پولیسو یوه کلیواله ښځه له لويې لار را کوزه کړه او په ډلیزه توګه یې ورباندې جنسي تیری وکړ، خو غني یې په مقابل کې چوپ پاتې شو او له هغه را وروسته د فوټبال د فدراسیون عمومي رئیس کرام الدین کرام په فوټبالیسټو انجونو باندې جنسي تیری وکړ چې د هغه په خلاف نړیوالو ادارو هم د محاکمې پریکړې وکړي خو غني داسې چوپ دی چې ګواکي هیڅ هم نه وي پیښ شوي.

له هغه را وروسته د جنسي تیریو لمن د غني د ناستي ځای «ارګ» ته را ورسیدله او د ارګ له مینځه داسې څیرو د جنسي تیریو په سرته رسیدلو شاهدې ورکړه چې د داسې څیرو دروغ بلل هم ممکن نه دي او د نړۍ معتبرو رسنیو او معتبرو ادارو د غني د ارګ د جنسي تیریو په قصو سخت غبرګونونه وښودل خو خپله غني ورباندې چوپ پاتې شو او تر اوسه پورې یې هیڅ هم و نه کړل.

ښاغلي جنرال حبیب احمدزي چې د ارګ د جنسي تیریو څخه د میډیا په مخ په زغرده پرده پورته کړې وه د دویم ځل لپاره هم میډیا ته حاضر شو او حتی لا څارنوالي ته هم لاړ خو دا یې وویل چې څارنوالي هم د غني د حکومت جزء دی او دا نشي کیدای چې څارنوالي د جنسي تیریو د شواهدو په محکمه کې عادلانه فیصله وکړي نو زه مې خپل ټول شواهد داسې لوري ته سپارم چې هغه بلکل بې طرفه وي. له هغه وروسته آغلې مریم وردګ په ارګ کې د جنسي تیریو د مسئلې په تائید سره یو هندي ټلویزون ته وویل چې زه هم کره شواهد لرم او په ارګ او نورو ادارو کې د ښځو ټولې مقرریانې فقط د جنسي تیري په بدل کې تر سره کیږي. چې له هغه وروسته یو شمیر کړیو آغلې مریم وردګ ته ګواښونه هم کړي و.

خو په دې ټولو پیښو کې غني داسې چوپ پاتې شو چې هیڅ عکس العمل يې و نه ښودل. او ددې په خلاف د روان کال له سره تر اوسه په ټولو وزارتونو کې ځوانې پیغلې د خپل مسلک خلاف په ډیرو لوړو چوکیو مقررې شوې او دا لړۍ اوس هم روانه ده. او اوس اوس تازه په تازه بې بې سې له یوې بلې دولتي مامورې سره مرکه کړې چې د یو وزیر د جنسي تیري ښکار شوې ده او په مقابل کې یې خپله وظیفه هم له لاسه ورکړې ده. خو دا وار به بیا هم غني لکه د مخکې په شان چوپ پاتې شي.

خو که موضوع ته سړی لږ ځیر شي کله چې د غني په مقابل کې یو وړوکی مشکل هم را مینځته شي نو ډیر زر خپل غږ اوچتوي، ټوله کابینه را غواړي او د پيښ شوی مشکل په حلولو بوختیږي خو د غني د واک له پیله آن تر اوسه دادی د جنسي تیري پيښې ورځ تر بلې زیاتیږي او یو په بل پسې د جنسي تیریو قربانیان خپل آوازونه اوچتوي او د نړۍ ګوټ ګوټ ورباندې خبريږي خو بیا هم غني داسې ورباندې چوپ پاتې کیږي چې ته به وایې غني بلکل ورباندې خبر نه دی. خو اصل خبره داده چې داسې ښکاري غني په خپله په دې کړنو راضي ښکاري او یا ممکن په ارګ کې د جوړ شوي پلان له مخې دې کار ته په قصدي شکل سره کار کیږي او داسې کوښښ کیږي چې ټولې هغه ښځینه کارمندانې چې غواړي په حکومت کې دنده تر سره کړي نو باید مخکې له مخکې دې کار ته ځان آماده کړي او د دندې تر څنګ باید دوی د حکومتي کارمندانو د جنسي تندې د خړوبولو دنده هم سر ته ورسوي چې د وخت په تیریدو سره به دا د حکومتولۍ یو نوی رسم جوړ شي.

غني د افغانستان په تاریخ کې یو داسې قدم اوچتوي چې واقعاً د افغانستان په تاریخ کې یې هیڅ ساری نه لیدل کیږي. غني په رېښتیا د دې ولس د ټولو ارزښتونو هغه پټ دښمن دی چې د ډیموکراسۍ په نامه ددې ولس له دینه نیولې آن تر ناموسه ټول له پښو لاندې کوي او وخت په وخت خپل هدف خلکو ته واضح کوي، غني د خپلې حکومتولۍ پیل د حضرت ابوبکر(رض) په وینا وکړ خو په حقیقت کې غني د ابوبکر صدیق (رض) د ټولو کړنو هغه لوی دښمن دی چې په منافقانه توګه سره ددې ولس ټول ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.

البته دلته یو بل شی هم ثابتیږي هغه دا چې د غني د ناکام حکومت راز هم معلوم شو، غني ځکه په خپله حکومتولۍ کې ناکام دی چې هغه ټوله ورځ د ملت سازۍ په جوړولو بوخت دی او غني غواړي له افغانستانه امریکا جوړه کړي خو غني به دا خوب ګور ته یوسې. ځکه افغانستان د اسلام مرکز و او د اسلام مرکز به وي افغانستان د اسلام د مقدس دین لپاره د تاریخ په اوږدو کې په میلیونونو قربانۍ ورکړې دې، او لا هم د افغانستان ټول ملت د اسلام مقدس دین ته تر ټولو زیات متعهد هیواد دی.

خو غني او د غني همفکران به د افغانستان په تاریخ کې یو تور داغ پاتې شې او د تل لپاره به ددې ملت د نفرت مخ ور اوښتی وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون