روغتيا او ژوند

که غواړئ غوره وېښتان ولرئ؛ دغه ارزانه خواړه مه هېروئ

ایا پوهېدئ چې هندواڼه د نورو بې شمېره حیرانوونکو روغتیايي گټو ترڅنگ د وېښتانو د روغتیا،بیلابیلو ستونزو اوارولو او غوره کولو لپاره هم ډېر زیات گټوره ده؟

د هندواڼې اوبه د وېښتانو مختلفې روغتیايي ستونزې اواروي او تاسې سره غوره وېښتان لرلو کې د پام وړ مرسته کوي.

هندواڼه د پوټاشیم، کلسیم، وېټامین بي۶، وېټامین سي او یو شمېر نورو گټورو او اړینو موادو غوره سرچینه ده. په هندواڼې کې شته وېټامین سي د وېښتانو پر روغتیا مثبت اغېز کوي او شته ستونزې يي اواروي.

له دې سربېره هندواڼه ځانگړو موادو لرلو سره د سر پاسنۍ برخې کې د وېنې جریان غوره کوي او په دې ډول د وېښتانو وده کې د پام وړ مرسته کوي.
د هندواڼې دانې هم وېښتانو لپاره گټورې دي او وېښته مرطوب ساتي.

هندواڼه کې شته گټور مواد د وېښتانو وده کې مرسته کوي، د وېښته ماتېدو څخه مخنیوی کوي او وېښته مرطوب ساتلو سره د وېښتانو د ځینو نورو ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

د هندواڼې دغو گټو لپاره اړ نه یاست چې زیات زیار وباسئ، یوازې څومره چې امکان لري هندواڼه وخورئ او که هندواڼه نشئ خوړلی نو اوبه يي وباسئ او ویې څښئ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون