له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ ترمنځ افغانستان ته له پاکستانه د راغلو لکونو کډوالو ژوند د هغو کډوالو په پرتله ترينګلی دی، چې پاکستان کې د کډوالۍ ژوند کوي.
د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو د کډوالو چارو نړيوالې ادارې «يو اين ايچ سي ار» په خپل ګډ څېړنيز راپور کې ويلي، چې په پرتلیزه توګه د راستنو شوو کډوالو ژوند له ترينګلي وضعيت سره مخ دی.
په دغه راپور کې راغلي، چې راستانه شوي کډوال د روغتيایي، ښوونيزو ستونزو او بې کارۍ له امله له کړاوونو سره مخ دي او بېړني لاسنوي ته اړتيا لري.
په راپور کې راغلي، چې راستنو شوو کډوالو خپلو ولايتونو او کليو کې د خپلوانو او ټولنيزو اړيکو په مرستې ځينې کاري فرصتونه پيدا کړي دي، خو ډېری را ستانه شوي کډوال د کډوالۍ ورځې شپې تر دې حالته غوره بولي.
ملګري ملتونه وايي، د راستنو شوو کډوالو د ژوند ترينګلی وضعيت د نورو افغانانو په حالت هم ناوړه اغېز کولی شي او ټينګار يې کړی، چې د دغو راستنو شوو کډوالو د ستونزو د اواري لپاره بېړنۍ پاملرنه وشي.
څرگندون