لوبې

وېلیمسن نوی نړیوال رېکارډ جوړ کړ

تېره ورځ د نړیوال جام پایلوبې کې نیوزیلینډ پیاوړې لوبې څخه وروسته له انگلینډ څخه ماتې خوړه، خو د دغې لوبډلې لوبډلمشر کېن وېلیمسن بیا هم د نړیوال رېکارډ په جوړولو بریالی شو.

که څه هم وېلیمسن دغې لوبې کې څرنگه چې تمه کېده پیاوړې توپ وهنه ونه کړه، خو دغې لوبې کې يي ۳۰ منډو جوړولو نوی نړیوال رېکارډ جوړ کړ.

د انگلینډ په وړاندې ۳۰ منډو جوړولو څخه وروسته وېلیمسن په یو نړیوال جام کې تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبډلمشر شو.

وېلیمسن د ۲۰۱۹ نړیوال جام کې پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او څو ځلي د پیاوړې توپ وهنې پر مټ يي خپله لوبډله بریا ته ورسوله. وېلیمسن دغه نړیوال جام کې په مجموعي ډول ۵۷۸ منډې جوړې کړې.

له دې وړاندې د ۲۰۰۷ په نړیوال جام کې د سریلانکا لوبډلمشر مهېلا جېوردنه ۵۴۸ منډو جوړولو سره نړیوال جام کې تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبډلمشر و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون