افغانستان سلايډ (فيچر)

ارګ کې د فحشا خپرولو تورونه؛ جنرال حبیب احمدزي له ولسمشر غني بښنه غوښتې

د ولسمشر اشرف غني د ځانګړي امنيت پخواني سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي په ارګ کې  د فحشا خپرولو په اړه له ولسمشر غني او له لومړۍ مېرمنې رولا غني رسمي بښنه غوښتې ده.

جنرال احمدزي په کابل کې يوې خبرغونډې ته ويلي، د ده په مرکه کې ولسمشر غني او لومړۍ مېرمنې ته سپکاوی نه دی او نه يې هم هغه هدف و، بلکې د ارګ يو شمېر کړۍ يې هدف وې، چې په ارګ کې د فحشا خپرولو پروګرام لري.

د ولسمشر غني د ځانګړي امنيت پخواني سلاکار ټينګار کړی، چې د ارګ مشخصې کړۍ د ده هدف وې، اوس هم پر خپله خبره ولاړ دی او له ولسمشر څخه يې غوښتي، چې په ارګ کې د فحشا خپرولو تر شا ځانګړې کړۍ مشخصې کړي.

د  يادونې وړ ده، چې کابو يوه مياشت وړاندې جنرال حبیب احمدزي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، ولسمشر ته ځينې نږدې کړۍ په ارګ د فحشا خپرولو په لټه کې دي او له ښځينه کارکوونکو جنسي رشوتونه اخلي.

ولسمشرۍ ماڼۍ له لويې څارنوالۍ غوښتي و، چې د جنرال احمدزي د تورونو قضيه په خپلواکه توګه وڅېړي.

لويې څارنوالۍ په دې اړه دوه ځله جنرال احمدزي ته د حاضرېدو امر کړی و، خو نوموړي ويلي و، چې دی پر حکومتي ادارو باور نه لري او هېڅکله به لويې څارنوالۍ ته حاضر شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون