افغانستان سلايډ (فيچر)

پاکستان هند ته د افغان پروازونو لپاره خپل فضايي حريم پرانيست

د پاکستان د هوايي چلند اداره وايي، له افغانستانه هند ته د پروازونو پر مخ يې خپل فضايي حريم پرانيستی دی.

پاکستان د روان کال په فبرورۍکې له افغانستانه هند ته تلونکو پروازونو پر مخ خپل هوايي حريم تړلی و، چې له امله يې ګڼو افغان الوتکو هند ته خپل پروازونه ځنډولي وو او ځينو نورو الوتکو په لوړه بيه له بديلو لارو دغه سفرونه کول.

 د دغو بنديزونو له امله د افغانستان هوانوردۍ اداره او هند ته تلونکي افغان مسافر له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

د پاکستان د هوايي حريم د تړل کېدو له امله افغانستان او هند ته هم پرېمانه مالي زيانونه رسېدلي وو.

څو ورځې وړاندې د هند د هوانوردۍ ادارې ويلي و، چې يوازې «اير انډيا» هوايي شرکت ته د دغه بنديز له امله پنځه ميليارده ډالره زيان اوښتی دی.

د افغانستان هوانوردۍ ادارې هم ویلي و، چې  د پاکستان له لوري د افغان پروازونو پر وړاندې د فضايي حريم تړل کېدو له امله افغانستان ته ۲۷ ميليونه ډالره زيان اوښتی دی.

تېره مياشت، چې ولسمشر اشرف غني پاکستان ته تللی و، له پاکستاني چارواکو يې غوښتي و، چې د افغان پروازونو  لپاره خپل فضايي حريم پرانيزي.

د افغانستان د هوانوردۍ ادارې منلې، چې د افغانستان ملکي الوتکو پر وړانډې د پاکستان فضايي حريم پرانيستل شوی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون