ټکنالوژي

وټس‌اپ کې نوې امنیتي نیمگړتیا موندل شوې

د نړۍ په تر ټولو مشهورو پیغام لېږدونکو کاریالونو وټس اپ او ټلېگرام کې یوه داسې امنیتي نیمگړتیا شته چې هکرانو ته د کاروونکو د تصویرونو او غږیزو فایلونو د بدلولو اسانتیا برابروي.

په دغو کاریالونو کې دا ستره امنیتي نیمگړتیا د سېمنټېک نومې پرلیکه امینتي کمپنۍ موندلې.

د دې کمپنۍ په وینا هکران د دغه malware په مرسته استول شوي تصویرونه یا د پیسو د رسید تصویر کې شمېرې بدلولی شي او په دې توگه پیسې د ټاکل شوي کس پر ځای بل کس ته استول کېږي.

دا په داسې حال کې دی، چې وټس اپ او ټلېگرام خپلو کاریالونو کې د اېنډ ټواېنډ اکرپشن ټکنالوژي د کارولو ادعا کوي. د دغې ټکنالوژۍ په مرسته حکومتونه او حتی دغه کمپنۍ هم د کاروونکو پیغامونو ته لاس رسی نشي لرلی.

له دې وړاندې په مۍ میاشت کې هم موندل شوې وه، چې وټس‌اپ کې د یوې امنیتي نیمگړتیا په مرسته هکران کولی شي د کاروونکو ځیرکو موبایلونو کې د spyware ښکته کولو سره د هغوی ځیرکو موبایلونو کې شته معلوماتو ته لاس رسی ولري.

اوس د سېمنټېک کمپنۍ په وینا که څه هم هکران د دغې امنیتي نیمگړتیا په مرسته د کاروونکو حسابونه نشي هک کولی، خو دغه نیمگړتیا د پیسو غلا کولو لپاره کارولی شي او وېره ترې په کار ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون