سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ترکیه کې د کودتا پر مهال تر ټانګ لاندې شوي موټر نندارې ته وړاندې شول

د ترکیې په پلازمېنه انقره ښار کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته د هغو موټرو نندارتون جوړ شوی، چې شا او خوا درې کاله وړاندې د ناکامې پوځي کودتا پرمهال ویشتل شوي او تر زغروالو ټانګونو لاندې شوي وو.

دا کودتا چې په ترکیه کې د فتح الله ګولن د ګوند د ځينو لوړپوړو نظامي چارواکو له لورې وشوه، خو موخې ته ونه رسیدل، خلکو یې پر وړاندې مقاومت وکړ، چې په ترڅ کې يې ګڼو کسانو ته پر مرګ ژوبلې اوښتو سربېره د کودتاچیانو له لورې د موانعو په دود پر سړکونو درول شوي یو شمېر واړه او غټ شخصي موټر هم خراب شول.
په دې مناسبت په جوړ شوي نندارتون کې هغه موټرې هم ایښودل شوي چې د کودتاچي پوځ د ټانګونو او زغروالو موټرو تر ټایرونو لاندې شوي ول.

دې نندارې ته چې د ترکیې مرکز انقره کې د ولسمشر ماڼۍ مخکې جوړه شوې وه، د ولسمشر طیب اردغان په شمول د ترکیې ګڼ لوړپوړي چارواکي او نور ترکان هم ورغلل.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د کودتا پرمهال دفاعي وژل شویو قبرونو باندې ګلان ایښودلي او ژوندي پاتو کورنیو ته ورغلی او غمرازي یې ورسره کړې.

فتح ګولن چې امریکا کې میشت دی، تورن و چې دا کودتا د ده له لورې پلان شوې وه. ترکیې څو ځلې له امریکا نه د ښاغلي ګلن د ورسپارلو غوښتنه وکړه، خو تر اوسه ګولن ورته سپارل شوی نه دی، د نوموړي پر سر د امریکا او ترکیې اړیکې څو ځلې خرابې او بد حالت ته ولاړې او آن په ټوله نړۍ کې د ګولن اړوند د ترک ښوونځیو مسؤلیت هم حکومت په خپله غاړه واخیست.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون