افغانستان سلايډ (فيچر)

ولسمشر غني «د افغانستان اسلامي جمهوريت دارالافتاء» د تاسيس فرمان صادر کړ

ولسمشر اشرف غني «د افغانستان اسلامي جمهوريت دارالافتاء» د تاسيس فرمان صادر کړ.

له ارګه په خپره شوې ويناپاڼه کې راغلي، چې «د افغانستان اسلامي جمهوريت دارالافتاء» به د فتوا لپاره د هېواد يوازینۍ شرعي او خپلواکه مرجع وي.

د ولسمشر د دې فرمان له مخې عدليې وزارت مکلف دی، چې د دارالافتا د تقنني سند د راجستر کولو لپاره له اړوندو ادارو سره ټول مراحل بشپړ کړي.

د مخکيني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ځينو علماوو د مرکزي دارالافتاء د جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو دغه غوښتنه د ولسمشر غني د واکمنۍ په وروستيو کې ومنل شوه.

په ګڼو اسلامي هېوادونو کې مرکزي دارلافتاوې په فقهي چارو کې د پوهاوي او خلکو ته د فتوا ورکولو مرجع وي.

د حکومت ځينې منتقدين اندېښنه لري، چې ښايي د يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو په څېر د افغانستان مرکزي دارالافتا هم د حکومت تر اغېز لاندې راشي او خپل مشروعيت ونه شي ساتلی، خو ولسمشر غني ويلي، دغه دارالافتا به په خپلو چارو کې خپلواکه وي او هېڅوک به يې په کارونو کې د لاسوهنې حق ونه لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون