د بادغيس په اب کمري ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو په نښتو کې دېرش سرتیري وژل شوي، دوه ټپيان دي او اته نور د وسلهوالو طالبانو له لوري نيول شوي دي.
د بادغيس ولايت چارواکي په دې اړه رسنيو ته څه نه وايي، خو د دې ولايت امنيتي سرچینو رسنيو ته تاييد کړې، چې د طالبانو په بريد کې دېرش سرتيري وژل شوي، دوه ټپيان او اته يې د وسلهوالو مخالفينو له لوري ژوندي نيول شوي دي.
طالبانو د دې پېښې مسوولیت منلی دی.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپل ټويټ کې ويلي، د اب کمري ميده قل سیمه کې يې د ګډو ځواکونو چاپه ناکامه کړې.
د احمدي په وينا په دغه نښته کې يې څلوېښت بهرني او افغان پوځيان وژلي او شپاړس يې ژوندي نيولي دي.
څرگندون