روغتيا او ژوند

دغه چای مو د ځیگر، پښتورگو او سرطان له ناروغیو ژغوري

زنجبیل د پرازیټ، پړسوب او ویروسونو ضد پیاوړو ځانگړنو لرلو له امله د نړۍ له تر ټولو پیاوړو او گټورو خوړو څخه شمېرل کېږي. زنجبیل د مگنیزیم، وېټامین سي او نورو هغو منرالونو چې د بدن عمومي روغتیا لپاره اړین دي غوره سرچېنه هم ده.

د نورو حیرانوونکو گټو سربېره د بدن دفاعي سیستم او د هاضمې سیستم ښه کوي. دغه خواړه د ساه بندي، درد ارامولو او د زړه دناروغیو ناروغیو مخنیوی او د زیات شمېر نورو ناروغیو لپاره هم ډېر زیات گټور دی.

د زنجبیل د چای گټې
زنجبیل بې شمېره روغتیايي گټې لري، چې لاندې گټې هم په کې شامل دي:

– زنجبیل د انټي اکسېډنټ غوره سرچېنه ده او په مرسته يي د بدن دفاعي سیستم په پیاوړي کولو سره په ناروغیو د اخته کېدو مخه نیسي.

– هغه ویروسونه چې د نزله، زکام، انفلونزا او ستوني درد لامل گرځي له منځه وړي،

– د زړه د حملې خطر کموي،

-له بدن څخه سرطاني حجرات له منځه وړي.

د زنجبیل چای جوړولو لپاره اړین توکي
– د کاچوغې څلورمه برخه میده شوی زنجبیل،
– د کاچوغې څلورمه برخه میده شوی کورکمن،
– ۱ گېلاس اوبه،
– د کوپرې شیدې،
– گبین

د جوړولو طریقه
– اوبه وایشوئ.
– زنجبیل او کورکمن په کې اضافه کړئ.
– پرېږدئ چې ۷ – ۱۰ دقېقې جوش وکړي.
– د کوپرې شیدې په کې اضافه کړئ.
– چای یو گېلاس کې چاڼ کړئ.
– گبین په کې اضافه او ویې څښئ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون