افغانستان سلايډ (فيچر)

پگواش ناسته: افغان سیاستوالو پر سوله ټینگار وکړ

کابل - د پگواش ننني ناسته کې گڼو افغان سیاسي مشرانو گډون کړی و

نړۍ نیوز – ۱۳ ډسمبر ۲۰۱۶

د نوبل نړيوالې جايزې گټونکی پگواش بنسټ نن د سولې د پلان او طرحو په اړه په کابل کې له جهادي او سياسي مشرانو سره غونډه وکړه.

کابل کې د پگواش استازي خليل الله ساپي رسنيو ته وويل، چې د سولې دغه غونډه کې د افغانستان څلوېښتو سياسي، جهادي او د مدني ټولنو مشرانو برخه واخيسته.

د خليل الله ساپي په وينا دا يوه نارسمي غونډه وه، ټولو اړخونو په کې خپل نظرونه، وړانديزونه او نيوکې وړاندې کړې او دوی به يې له ترميم او ترتيب وروسته د جگړې له ښکېلو اړخونو سره شريک کړي.

خليل الله ساپي وويل، چې ځينو گډونوالو د د پگواش پلان تاييد کړ، ځينو پرې نيوکې وکړې او ځينو نورو گډونوالو په کې د بدلون غوښتنه وکړه.

ساپی وايي: «د غونډې څلوېښتو گډنوالو سوله د ټولو افغانانو گډه اړتيا او ارمان وباله، ټولو وويل، چې اساسي قانون دې تعديل شي، بهرني ځواکونه دې په تدريجي توگه ووځي او مهالوېش دې ورته وټاکل شي، په افغانستان کې د جگړې پر ځای د طالبانو سياسي فعاليت او په واک د دوی لپاره عادلانه ونډه، د ښې حکومتولۍ، بشري ودې او د ښځو حقونو په اړه خبرې د نننۍ غونډې مهم ټکی وو».

د پگواش ادارې سرمنشي پاولو کوتا رامزيانو نننۍ غونډې ته وويل، چې د سولې په تړاو دا يوه نارسمي غونډه ده، دوی به دغه ډول غونډو ته دوام ورکړي، د سولې اسانتياوې به ورته برابرې کړې او وروستۍ پرېکړه بايد افغانان په خپله وکړي، چې هېواد کې يې روانې جگړې پای ته ورسيږي.

د پگواش سرمنشي وايي: «افغانان پوهېږي، چې څه ډول پرېکړه کوي، څه ډول نظام غواړي، اساسي قانون کې څرنگه تعديل راولي او د خبرو پر مهال څه ډول لنډمهالې اداره غواړي. موږ له طالبانو ډاډ ترلاسه کړی، چې هغوی هم د واک انحصار نه غواړي، د بهرنيو ځواکونو وتل او په واک کې عادلانه ونډه غواړي.»

د پگواش نننۍ ناستې گډوانوال او اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفير ملا عبدالسلام ضعيف وويل، چې افغانستان کې بهرني پوځونه پراته دي، طالبان يې پر ضد مبارزه کوي او دا مبارزه به تر هغو روانه وي، تر څو چې بهرني پوځيان دلته پراته وي.

عبدالسلام ضعيف وويل: «د حکومت دا تگلاره ناسمه وه، چې طالبان دې د پاکستان له لارې لاس تړلي افغانستان ته راوستل شي، حکومت طالبان په رسميت نه پېژني او طالبان دولت په رسميت نه پېژني او که دغه تگلاره دوام پيدا کړي، د دواړو لوريو ترمنځ واټن نور هم زياتېږي او ستونزې نورې هم سره پراخيږي.»

ډاکټر فيض محمد ځلاند چې په کانفرانس کې يې برخه درلوده، دغه ناسته يې د پگواش له نورو غونډو مهمه وبلله او زياته يې کړه، چې د حراست ټولنې د سولې په اړه خپل نظر په رسمي توگه څرگند کړ، د حزب اسلامي پلاوي هم له طالبانو سره په سوله ټينگار وکړ او نورو جهادي او سياسي څېرو هم وويل، چې طالبانو سره سولې اړينه ده.

پگواش له دې وړاندې په افغانستان، قطر، چاپان، فرانسې، پاکستان او نورو هېوادونو کې هم د افغانستان سولې او امنيت په اړه ناستې رابللي چې په ځینو کې يې د وسلهوالو طالبانو رسمي استازو هم گډون کړی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون