لوبې

ټنډولکر د کرېکټ نړیوالې شورا هال اف فېم کې شامل شو

د کرېکټ نړیوالې شورا د کرېکټ لپاره نه ستړي کېدونکو خدمتونو پایله کې درې پیاوړي لوبغاړي د دغې ادارې هال اف فېم (مشهورو کسانو تالار) کې شامل کړي چې د هندوستان پخوانی پیاوړی توپ وهونکی سچن ټنډولکر هم په کې شامل دی.

تېره ورځ لندن کې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې درې لوبغاړي د کرېکټ نړیوالې شورا هال اف فېم کې شامل شول. د هندوستان سچن ټنډولکر، د سویلي افریقا اېلن ډونلډ او د استرالیا ښځینه چټک توپ اچوونکې کېترین فټزپیټرک هغه لوبغاړي دي چې دغې غونډې کې د کرېکټ نړیوالې شورا هال اف فېم کې شامل شول.

د کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی پخوانی هندي توپ وهونکی د هال اف فېم په شرایطو برابرېدو سره سم دغه ویاړ خپل کړ.

هالف اف فېم کې یوازې هغو نړیوالو لوبغاړو ته ځای ورکول کېږي چې د استعفا پنځه کلونه يي بشپړ شوي وي او سچن ټنډولکر د ۲۰۱۳ په نومبر کې خپله وروستۍ لوبه کړې.

نوموړی شپږم هندي لوبغاړی دی چې هال اف فېم کې ورته ځای ورکړل شوی. له دې وړاندې سنیل گواسکر، بشن سېنگ بېدي، کپېل دیو، انیل کمبلې او راهول ډراوېډ دغه مقام خپل کړي ول.

سچن ټنډولکر یوازینی لوبغاړی دی چې ۲۰۰ نړیوالې ټېسټ لوبې کړي او دغو لوبو کې يي په مجموعي ډول ۱۵۹۲۱ منډې جوړې کړې. له دې سربېره نوموړی یوې ورځنیو لوبو کې هم ۱۸۴۲۶ منډې جوړې کړي.

له دې سربېره سچن ټنډولکر نړیوال کرېکټ کې یوازینی لوبغاړی دی چې ۱۰۰ سلیزې يي وهلي. نوموړی ټېسټ لوبو کې ۵۱ او نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې ۴۹ سلیزې وهلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون