ټکنالوژي

له سرو زرو څخه جوړ شوی ځیرک موبایل

شیاومي کمپنۍ چې اکثره د خپلو ارزانو او مناسبو بیه لرونکو ځیرکو موبایلونو له امله په نړۍ کې پېژندل کېږي، خو اوس تازه یې داسې ځیرک موبایل جوړ کړی چې ډېره لوړه بیه لري.

د شیاومي کمپنۍ دغه ځیرک موبایل په بشپړه توگه له سرو زرو څخه جوړ شوی او اوس لپاره یوازې هندوستان کې خرڅلاو ته وړاندې شوی دی.

شیاومي کمپنۍ څو ورځې وړاندې هندوستان کې رېډمي کې۲۰ (Redmi K20) نومې ځیرک موبایل معرفي کړ.

د کې۲۰ پرو بیه ۴۰۵ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده چې سنپ ډراگن ۸۵۵ ډوله پروسېسر، ۶ گېگابایټ رم، مخ‌پاڼې لاندې د گوتې نښې سېنسر او شاتنۍ برخې کې ۳ کامرې يي له مهمو ځانگړنو څخه دي.

خو شیاومي کمپنۍ د دغه ځیرک موبایل یوه ځانگړې بڼه هم جوړه کړې چې بیه يي ۷۰۰۰ امریکايي ډالره (۵۶۰۷۰۰ افغانۍ) ټاکل شوې.

د شیاومي کمپنۍ د رېډمي کې۲۰ پرو دغه ځانگړې بڼه کې د سرو زرو اوبه نه دي کارولي، بلکې په بشپړه توگه يي له سرو زرو څخه جوړ کړی او د لا ښایست لپاره قیمتي ډبرې هم په کې کارول شوي.

د دغې ځانگړې بڼې ځانگړنې هم د دغه ځیرک موبایل عادي بڼې ته ورته دي، خو یوازې د ښایست لپاره يې داسې توکي کارول شوي چې بیه يې څو لکه افغانیو ته رسولې.

شیاومي کمپنۍ اوس مهال یوازې ۲۰ دانې دغه ځانگړي ځیرک موبایلونه جوړ کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون