ټکنالوژي

فېس‌اپ کاریال څخه د خپلو معلوماتو د له منځه وړلو کړنلاره

د ځوان زاړه او زوړ ځوان ښودلو تر ټولو نوی فېس‌اپ (FaceApp) نومې کاریال چې یوازې څو ساعتونو کې یې نړیوال شهرت ترلاسه کړ، خو د دغه کاریال ځینې کاروونکي اندېښمن دي چې دغه کاریال به يې شخصي معلوماتو ته لاس رسی ولري.

دغه کاریال خپلې پرایوېسي پالیسۍ کې هم لیکلي، چې دغه کاریال د کاروونکو تصویرونه او نور معلومات په سوداگریزو او نورو موخو لپاره د کارولو اجازه لري.

که څه هم دغه کاریال یوازې د ساتیرۍ لپاره کارول کېږي، خو له دې امله چې د یوې روسۍ کمپنۍ له لوري جوړ شوی او پرایوېسي پالیسۍ کې يې د شته معلوماتو پر بنسټ دغه کاریال د کاروونکو د معلوماتو محرمیت لپاره ستر خطر بلل کېږي.

د فېس‌اپ جوړوونکی یاروسلاو گونچارو د کاروونکو د اندېښنې په ځواب کې وویل چې دغه کمپنۍ د کاروونکو معلومات له درېیمې ډلې یا کمپنۍ سره نه شریکوي.

نوموړي همداراز وویل چې کاروونکي خپل معلومات د فېس‌اپ له سرورونو څخه په بشپړه توگه د له منځه وړلو غوښتنه کولی شي.

فېس‌اپ څخه د خپلو معلوماتو د له منځه وړلو د غوښتنې طریقه:

۱- د فېس‌اپ کاریال پرانیزئ،
۲- سېټېنگ (Setting)، بیا سپورټ (Support) او بیا رپورټ اې بگ (Report a bug) کېکاږئ،
۳- بیا پرایوېسي (Privacy) موضوع کې له سرورونو څخه د خپلو معلوماتو غوښتنه ولیکئ.

د ښاغلي گونچارو په وینا خپل معلومات له منځه وړل به یو څه وخت ونیسي، ځکه چې اوسمهال د ملاتړ ډله د کار له فشار سره مخ دي، خو بیا هم دغه ډله د معلوماتو له منځه وړلو غوښتنې ته لومړیتوب ورکوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون