لوبې

د انگلینډ لوبډلمشر: د نړیوال جام پایله عادلانه نه وه

یوه اوونۍ وړاندې د ۲۰۱۹ نړیوال جام پای ته ورسېد او د لوبې او سوپر اور مساوي پای ته رسېدو سربېره انگلینډ د دغې جام گټونکی اعلان شو. د کرېکټ نړیوالې شورا قانون سره سم وروسته له هغه چې لوبه او سوپر اور مساوي شوې، هغه لوبډله چې تر ټولو زیاتې څلوریزې او شپږیزې وهلې وې د نړیوال جام گټونکی اعلان شو.

خو یوه اوونۍ وروسته د نړیوال جام گټونکې لوبډلې لوبډلشمر اېون مورگن وویل چې د نړیوال جام پایله عادلانه نه وه او نه باید په دې ډول د نړیوال جام گټونکی اعلان شوی و. نوموړی وویل چې انگلینډ له نیوزیلینډ سره هېڅ توپیر نه درلود خو بیا هم انگلینډ د نړیوال جام گټونکی اعلان شو.

د نړیوال جام پایلوبې څخه وروسته د کرېکټ نړیوالې شورا په قوانینو سختې نیوکې وشوې، چې له همدې امله د کرېکټ نړیوالې شورا د کرېکټ کمېټې څخه غوښتنه وکړه چې دغو قوانینو ته بیاکتنه وکړي.

اېون مورگن هم په دې اړه ټایمز ورځپاڼې ته خپلې مرکې کې وویل: «زه فکر نه کوم چې دغه پایله عادلانه وه. دواړو لوبډلو ترمنځ دومره توپیر نه و چې یو يي گټونکی او بل بایلونکی اعلان شي. لوبه کې لوبډلو هېڅ کومه تېروتنه ونه کړه او لوبه په بشپړه توگه مساوي روانه وه.»

نوموړی زیاته کړه: «وروستیو څو ورځو کې مې څو ځلي له کېن وېلیمسن سره خبرې کړي، خو زما په څېر هغه هم دغې پایلې ته قانع کوونکی لامل نشي موندلی. په څو څو ځلي د بحث پر مهال موږ وایو چې اصل کې د لوبې گټونکي هغوی دي او هغه بیا موږ د لوبې گټونکی بولي.»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون