پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان درې ورځني سفر

د پاکستاني رسنیو د راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د امریکايي لورې له ساړه هرکلي سره سره د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په يوه درې ورځني سفر د امريکا متحده ايالاتو پلازمینې واشنټګن ته رسېدلی، چې هلته به د ولسمشر ټرمپ په ګډون ځينې ليدنې-کتنې ولري‌.

د عمران خان د سفر موخه پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او نورو اړیکو له امریکایي چارواکو سره خبرې اترې ښودل شوي. همداراز هغه به د دغه سفر پرمهال له امریکایي ولسمشر او نورو چارواکو سره د افغان سولې د روانو هڅو په اړه هم وغږیږي.

د راپورونو له مخې په واشنګټن کې هېڅ لوړپوړی امریکایي چارواکی د عمران خان هرکلي ته نه دی ورغلی. د یوازې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې څو ورځې مخکې واشنګټن ته تللی و او د پاکستاني سفارت ځينې نور کارکوونکي ورسره وو، دعمران خان هرکلي ته هوايي ډګر ته ورغلي وو.

ويل کيږي عمران خان به په دې درې ورځني سفر کې د پاکستان سفارت کې اوسي دا چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او نور امريکايي چارواکي به له ده سره وګوري که نه دا به وروسته جوته شي، خو تر اوسه امریکايي چارواکو د عمران خان د رسمي په اړوند کوم غبرګون نه ښوولی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون