د لوګر امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې تېره شپه د دغه لایت په مرکز پل علم ښار ته څېرمه امریکایي هوايي ځواکونو د ملي پولیسو پر یوه پوسته بمبار کړی او څلورو پولیسو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي دا پېښه تائید کړې.
د نوموړي په خبره، په برید کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
د پولیسو ویاند د پيښې د لامل په اړه وايي، پېښه له سیمه ئیزو امنیتي ارګانونو سره د نه همغږۍ او غلط کوردینات له امله رامنځته شوې.
د یادونې له دې وړاندې هم څو ځلې بهرنیو ځواکونو پر افغان امنیتي سرتېرو او د هغوی پر پوستو بمبارۍ کړې او درنه مرګ ژوبله یې اړولې. چې د دې ډول تر وروستۍ پېښه د هلمند په نهر سراج ولسوالي کې د کندهار-هلمند پر لویه لار د عامه نظم پر پولیسه بمبارۍ چې د دې شاهراه د عمومي قومندان قومندان ګران حبیب په ګډون پکې لسګونه پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.
څرگندون