پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پاکستان: ډېره اسماعیل خان ښار کې شپږو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې لومړی د پولیسو پر یوه پوسته وسله وال برید شوی او ورپسې په ځايي روغتون کې چاودنې لږ تر لږه د شپږو پولیسو په ګډون اته تنه وژلي او ګڼ نور ژوبل کړي.

د ډېره اسماعیل خان ښار د پولیسو مشر فیروزشاه ځايي رسنیو ته ویلي، چې لومړی د ښار منځ کې د دوی د پولیسو د یوې پوستې سره د تلاشۍ لپاره پر ولاړو پولیسو ډزې وشوې.

نوموړي زیاته کړې، کله چې د پيښې له ځایه مړي او ټپيان ځايي دولتي روغتون ته ولېږدول شول، نو هلته پرې چاودنه وشوه، چې د پيښې د ټولو قربانیانو شمېر لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي او شاوخوا لس نور ټپيان شوي، چې په وژل شویو او ټپيانو کې شپږ تنه پولیس هم شامل دي.

د پولیسو مشر وايي، چې د پيښې په تړاو یې پلټنې پیل کړي، چې لومړنیو پلټنو کې يې موندلې، چې په روغتون کې چاودنه نه بلکې د یوې ښځېنه چادرۍ نه په استفاده ځانمرګی برید شوی دی.

د پيښې پړه پاکستاني طالبانو منلې ده او زیاتوي، چې دا برید د تحریک طالبان پاکستان د خراساني ډلې کړی، چې موخه یې پولیس او امنیتي چارواکي وو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون