امنيت سلايډ (فيچر)

د ای ایس ای نوی مشر د افغانستان په اړه څه فکر کوي؟

جنرال نوید مختار، د ای ایس ای مشر

نړۍ نیوز – ۱۳ ډسمبر ۲۰۱۶

تېره ورځ د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې وويل، چې د کراچۍ قول اردو قوماندان ډگر جنرال نويد مختار د څارگرې ادارې یا ای ايس ای نوی مشر وټاکل شو.

نويد مختار خپلې لوړې زده‌کړې په امريکا کې کړي او د ماسترۍ مونوگراف يې د افغانستان په اړه ليکلی دی. په دغه مونوگراف کې نويد مختار ليکلي «طالب وسله‌والو ته بايد د افغانستان په حکومت کې ونډه ورکړل شي، مخکې له دې چې امريکايي سرتيري له افغانستانه ووځي.»

د نويد مختار د ماسترۍ د تيسېز عنوان «افغانستان، بدیل راتلونکی او اغېزې يې» دی. نويد مختار په دغه مونوگراف کې ټينگار کړی، چې امريکا بايد د جگړې پر ځای د سولې لپاره هڅې گړندۍ کړي او «پاکستان دې افغانستان کې د هند د پراخېدونکي نفوذ مخنيوی وکړي».

دی وايي: «د پاکستان تېر، حال او راتلونکی افغانستان سره ډېرې ژورې اړيکې لري، باثباته، پر امنه او متحد افغانستان د پاکستان سولې، امنيت او پرمختگ لپاره اړين دی.»

ډگر جنرال نويد مختار وايي، چې پاکستان دې د ځان لپاره د دښمنۍ بل مرکز نه پرانيزي او بايد هڅه وکړي، چې هند افغانستان د نيابتي جگړې ډگر په توگه ونه کاروي. که هند افغانستان کې د پاکستان پر ضد نيابتي جگړه پر مخ وړي، پاکستان به هم ځان اړ بولي، چې د هند د هڅو پر ضد گامونه پورته کړي او ټينگار يې کړی، چې پاکستان بايد په سيمه کې د مهم لوبغاړي په توگه رول اداکړي.

هندي رسنيو د نويد مختار ټاکنه د افغانستان او هند لپاره گواښ بللی او زياتوي، چې دغه پاکستانی جنرال د افغانستان او هند په اړه «توند او يرغليز» فکر لري.

هندوستان ټايمز ورځپاڼه وايي، چې د جنرال نويد مختار په گډون د پاکستان گڼ جنرالان د هند پر ضد له افغان طالبانو سره ښې اړيکې لري او په وينا يې د طالبانو گڼ مشران د پاکستان بلوچستان او نورو سيمو کې پټنځايونه لري.

ورځپاڼه زياتوي، پاکستاني جنرالان غواړي، چې افغانستان کې داسې يو حکومت وي، چې طالبان يې مهمه برخه وي، تر څو د پاکستان په گټه د هند د نفوذ مخه ونيسي.

افغانستان، هند او گڼو امريکايي جنرالانو او سناتورانو څو ځله پر پاکستان تورونه لگولي، چې افغانستان کې د روانو چاودنو او جگړې تر شا لاس لري او افغان طالبانو سره په روانو جگړو او چاودونو کې مرستې کوي.

نويد مختار په خپل مونوگراف کې ليکلي: نوی ډيلی اندېښنه لري، چې افغانستان کې به طالبان يو ځل بيا واک ته ورسيږي او دوی به د هند پر ضد د ترهگرۍ سرپرستي وکړي.

دی وايي: «هند په ډېره کلکه د دې مخالفت کوي، چې طالبان دې د افغان حکومت گډونوال شي؛ ځکه چې نوی ډيلی فکر کوي، چې طالبان، القاعده او نورې جهادي ډلې د پاکستان په ملاتړ د هند لپاره گواښونه راپورته کوي.»

نويد مختار په خپل مونوگراف کې وايي، چې افغانستان کې د حل يوه اغېزناکه لار دا ده، چې طالبان دې د حکومت په ټولو برخو کې شريک کړای شي، امريکا او نور لويديځوال دې په خپله سټراټيژي بیاکتنه وکړي او هغه طالبان دې په حکومت کې شريک کړي، چې د نورو په پرتله کې لږ سخت دريځي وي او دغې ډلې ته دې په محلي، ولايتي او مرکزي حکومت کې پراخه ونډه ورکړي.

دی د خپل مونوگراف په پای کې وايي، د هند په گډون گڼ هېوادونه د دې مخالفت کوي، چې طالبان په حکومت کې شريک شي او د دې لپاره تل هڅې کوي، چې د رښتينې سولې پر وړاندې په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه بدگومانۍ پيدا کړي.

ډگر جنرال نويد مختار شپږ کاله د ای ايس ای د ترهگرۍ ضد څانگې مشر پاتې شوی او له دې وړاندې د کراچۍ قول اردو قوماندان و.

د پاکستان پوځ نوی مشر پنځه اويا کلن ډگر جنرال قمر باجوه واک ته له رسېدو سره په پوځ کې يو لړ مهم بدلونونه راوستل او اووه تورنجرالان يې ډگر جنرالان کړل.

د پاکستاني چارو کارپوهان وايي، چې جنرال باجوه غواړي د کورني امنيت ترڅنگ د افغانستان په اړه هم رغنده رول ولوبوي او د همدې لپاره يې د سند ايالت د رینجر ځواکونو مشر ډگر جنرال بلال اکبر د ځمکني پوځ رييس ارکان ټاکلی دی. د جنرال بلال اکبر په اړه ويل کېږي، چې په داخلي امنيتي چارو کې پراخه تجربه لري او د ده د مسووليت پر مهال د کراچۍ امنيت کې تر ډېره ښه‌والی راغلی و.

د څارونکو په اند جنرال نويد مختار افغانستان کې د هند د پراخېدونکي نفوذ د مخنيوي او افغانستان سره د اړيکو رغولو په موخه د ای ايس ای مشر ټاکل شوی دی.

دا چې نويد مختار به د ترهگرۍ پر ضد څومره بريالي گامونه پورته کړي، يا دا چې طالبان به د سولې خبرو ته تيار کړای شي  که نه اوس مهال يې په اړه څه ويل له وخته مخکې برېښي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون