افغانستان سلايډ (فيچر)

احمد ایشچي: د ولسمشر لومړي مرستیال راباندې د جنسي تېري هڅه وکړه

احمد ایشچي د دوستم له بند وروسته

نړۍنیوز – ۱۴ ډسمبر ۲۰۱۶

د جوزجان پخوانی والي او په شمال کې د جنرال دوستم سیاسي سیال، احمد ایشچي چې تازه په تازه د ولسمشر د لومړي مرستیال له شخصي زندانه خوشې شوی، د دوستم او د هغه د ملېشو له چلن یې پرده پورته کړې ده. ایشچي یو مهال د جنرال دوستم د جنبش ملي اسلامي گوند مرستیال هم پاتې شوی و.

انجینر ایشچي په خپلو تازه څرگندونو کې ویلي، چې د دوستم وسله‌والو له نیولو وروسته ترې جامې ويستي او وهلی ډبولی یې دی. ایشچي وايي په خپله دوستم له وهلو وروسته پرې د جنسي تېرې هڅه کړې ده.

ښاغلی احمد ایشچي بي بي سي ته ویلي د لیندۍ په پنځمه د پنجشبې په ورځ دوه بجې د دوستم له خوا ونیول شو. ایشچي زیاتوي، دوستم د ستړي مه شي پرمهال ښکنځلی او ویې ویلې «ستا او د زوی له کاره مو خبر یم. اوس که دې ووژنم او د اسونو تر پښو لاندې دې واچوم، څوک به دې خبر واخلي».

احمد ایشچي وايي له ټولو هغو چې غږ یې اوري، د حیثیت اعاده غواړي

احمد ایشچي وړاندې وايي وروسته له هغې چې د دوستم وسله‌والو «پر ځمکه وغورځولم، دوستم مې پر ستوني پښه کېښوده. ويې ښکنځلم او سپکاوی یې راته وکړ».

ایشچي د دوستم د وسله‌والو د چلن په اړه وايي «وروسته له هغې چې دوستم خپل کور ته بوتلم، کله چې کور ته ننوتو، خپلو ساتونکو ته یې غږ کړل، چې له موټره مې راکښته کړي. کله چې دوستم ولیدل د بزکشۍ جامې مې پر تن دي، خپلو اتو تنو ساتونکو ته یې امر وکړ چې زما جامې وباسي. ان پرتوگ یې رانه ووېست».

دغه اوزبک سیاسي مشر وايي «وروسته له هغې چې د دوستم ساتونکو زما پرتوگ ووېست، په خپله دوستم داسې ښوول چې پر ما جنسي تېری کوي او د هغو شېبو فلم یې هم واخیست. بیا یې خپلو وسله‌والو ته امر وکړ چې پر ما جنسي تېري وکړي او فلم یې واخلي».

ایشچي زیاتوي «دوستم یې وسله‌والو ته وویل، هر وخت چې يې [ما] خبره نه منله، عکس یې ورښیو».

احمد ایشچي وايي، د دوستم وسله‌والو یې له وسلو سره مقعد ته نژدې بدن څېرې کړی او داسې يې ښوول چې پر ما جنسي تېری کوي. ایشچي وايي، له دې کاره وروسته یې پنځه ورځې بې له پرتوگه د دوستم په شخصي زندان کې تېر کړي.

دی وايي له پنځو ورځو وروسته د افغانستان د ملي امنیت ادارې زندان ته لېږدول شوی.

ښاغلی احمد ایشچي عدالت غواړي «اوس له ټولو هغو چې زما غږ اوري غواړم، چې زما حیثیت راته پر ځای کړي».

د یادونې وړ ده، چې جنرال دوستم پخوا هم په دغه ډول بشرضد کړنو تورن دی. په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان د امریکا د یرغل پر مهال هم پر جنرال دوستم په شمال کې د زرگونو تنو جنگي اسیرانو د وژنې تور دی. د احمد ایشچي له قضیې وړاندې هم جنرال دوستم خپل سیاسي مخالفین گواښلي او ورته چلن یې ورسره کړی.

جنرال دوستم د تېرو جگړو پر مهال هم د بشري حقونو له ناقضینو بلل کېږي

د ښاغلي ایشچي له څرگندونو وروسته ټول په تمه دي چې افغان حکومت به دغې مسئلې سره څه ډول چلن کوي.

د ارگ دریځ

جنرال دوستم چې د ملي يووالي په حکومت کې د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال هم دی، دې کار یې ولسمشر غني له بل سرخوږي سره مخ کړی. د ارگ په لنډه خبرپاڼه کې راغلي د ملي يووالي حکومت له هغې راهیسې چې په جوزجان کې پر احمد ایشچي «کومه پېښه شوې» دا موضوع په «جدیت» څاري او «هر اړخیزې» څېړنې تر کار لاندې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه، بې له دې چې د جنرال دوستم د نوم یادونه وکړي لیکي «د افغانستان دولت خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د دغې قضیې په اړه ټول قانوني پړاوونه په پام کې نیسي او د عدالت د تامین لپاره هر هغه څه چې له څېړنو وروسته ثابت شول، د عدلي او قضايي مراجعو له خوا به اقدام وشي».

د ارگ خبرپاڼه ټینگار کوي چې د افغانستان حکومت انساني کرامت ته درناوی لري.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون