پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پاکستان کې په «توره ورځ» د اپوزیسیون ګوندونو احتجاجي غونډې شوې

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې نن د پاکستان په اکثرو لویو او وړو ښارونو په ځانګړي ډول د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار او خیبرپښتونخوا کې د اپوزیسیون ګوندونو له لورې د «توره ورځ» په نوم غونډې او لاریونونه وشول.

د اپوزیسیون ګوندونو په وینا د تېر کال د ټاکنو د لومړۍ کلیزې په درشل کې چې درغلیو او پوځي لاسوهنو پکې د عمران خان په مشرۍ د انصاف غورځنګ حکومت واک ته ورساوه، دا د پاکستان او دیموکراسۍ په تاریخ کې توره ورځ ده.

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې او نواز شریف لور مریم نواز چې خپله هم تر عدلي تعقیب لاندې ده، نن په کوټه کې د یوې غونډې ته وویل، چې د ولسواکۍ سره لوبې روانې دي، ګرانۍ ، بې ځایه مالیې او اقتصادي ستونزو دا هېواد د آی-ایم-ایف قرضونو ته په ګروي ورکړی.

هغې پر پوځ او استخباراتي ادارو غږ وکړ، چې د ناقانونه حکومت له همکارۍ او د ولس له دښمنۍ دې لاس واخلي.

همداراز د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم د عمران خان پر حکومت سختې نیوکې وکړې او پر وړاندې يې د جګړې اعلان وکړ.

نوموړي وویل، چې موږ نه له بندیخانو ډاریږو او نه له هتکړیو . موږ له سرونو تېر یو.

بل پلو په کراچۍ کې د بلاول بوټو د خلکو ګوند، لاهور او فیصل اباد کې د مسلم لیګ او خیبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند له لورې هم غونډې شوې.
همدارنګه په ټولنیزو شبکو ټویټر او فیسبوک کې هم زرګونو پاکستاني فعالانو د جولای ۲۵مه یوه «توره ورځ» بللې او د تورې ورځې هشټاګ يې کارولی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون