اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

برازیل کې غلو له هوايي ډګره ۷۵۰ کیلو ګرامه سره زر غلا کړي

برازیلي رسنۍ وايي ، وسله والو غلو چې د پولیسو یونیفرم یې اغوستی وو، د برازیل هیواد له یوه هوايي میدانه ۷۵۰ کیلوګرامه سره زر چې د شاوخوا ۳۰ میلیونو ډالرو ارزښت لري، په ډېر نادره توګه غلا کړي دي.

د دې غلا شویو سرو زرو ارزښت ۳۰ میلیونه ډالره ښودل شوی دی.

راپورونه وايي ، وسله وال غله د برازیل سائو پائولو هوايي ډګر ته د پولیسو په یونفورم کې ننوتي او دا کار یې ترسره کړی دی.

پولیسو ویلي چې غلو لومړی د پنجشنبې په شپه د لوژيستیک ترمینل رییس یرغمل کړی، څو نور څوک خبر نه شي او خپل پلان په ماهرانه ډول سره تطبیق کړي.

د برازیل حکومت ویلي چې د غلو د لټون هڅې روانې دي، خو تر اوسه یې غله نه دي پيژندلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون