ټکنالوژي

د سامسنگ د راتلونکي ځیرک ساعت انځورونه افشا شول

ټولنیزو رسنیو کې د سامسنگ کمپنۍ د راتلونکي ځیرک ساعت تصویرونه افشا شوي او داسې ښکاري چې دغه ځیرک ساعت به د گلکسي واچ اکټېو (Galaxy Watch Active) نوې بڼه وي.

دغه تصویرونه او سند د اړیکو فدرالي کمېسیون افشا کړي او د ساعت ټول ډیزاین او د شاتنۍ برخې ځانگړنې يي هم په کې ښودل شوې.

سامسنگ کمپنۍ خپل لومړنی ساعت ( گلکسي واچ اکټېو) د مۍ په میاشت کې معرفي کړ، چې بیه يي له ۲۰۰ امریکايي ډالرو څخه ټېټه ټاکل شوې وه.

اوس سامسنگ کمپنۍ غواړي د اگست په ۷مه د گلکسي نوټ د لړۍ نوی او تر ټولو پیاوړی ځیرک موبایل وړاندې کړي او اټکل کېږي چې دغه کمپنۍ به دې غونډې کې خپل نوی ځیرک ساعت هم کاروونکو ته معرفي کړي.

۴ گېگابایټ د فایل ثبتونې وړتیا، جي پي اېس، د اوبو ضد ځانگړنه او گوریلا گلاس به د دغه ځیرک موبایل د مهمو ځانگړنو څخه وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون