روغتيا او ژوند

د وینې غوړ کمولو لپاره تر ټولو اغېزناکه ورزشونه

کولېسټرول د زړه د ناروغیو، چې هر کال په لکونه انسانان وژني تر ټولو ستر لامل دی، خو له نیکه‌مرغه په ورځني ډول ځانگړې اندازه ورزش د کولېسټرول په کمولو سره د وژونکو ناروغیو مخه نیولی شي.

د صحي خوړو سربېره، هره ورځ ځانگړې اندازه ورزش او سگرېټ پرېښودل د کولېسټرول کچه ټیټوي او د کولېسټرول د درملو کارولو اړتیا له منځه وړي.

دلته مو له یو شمېر هغو ورزشونو سره چې د کولېسټرول کچه ټیټوي او ځانگړو اوزارو ته اړتیا نه لري او په وړیا ډول يي ترسره کولی شئ اشنا کوو:

۱- چټک قدم وهل

په دې اړوند چې د زړه روغتیا لپاره قدم او که منډه وهل زیات گټور دی، ډېرې طبي څېړنې ترسره شوي.
څېړونکي په دې باور دي چې زیات عمر لرونکو کې د مفصلونو غوره روغتیا لپاره قدم وهل تر ټولو غوره ورزش دی.

په ۲۰۱۳ کې څېړونکو د یوې څېړنې پایله خپره کړه. دغې څېړنې کې لسگونه زره قدم وهونکي له ورته شمېر منډه وهونکو سره پرتله شوي ول. د څېړنې پایلې وښودله چې د ورزش بڼه نه بلکه اندازه يې مهمه ده.

هغه کسان چې د ورزش کولو لپاره همدومره اندازه انرژي مصرفوي ورته روغتیايي گټې تجربه کوي او دا مهمه نه ده، چې هغوی قدم او که منډه وهي. د ورزش پایله کې د وینې لوړ فشار او د کولېسټرول کچه ټیټیږي.

قدم وهلو سره ټاکلې اندازه کالوري سوځول د منډې وهلو په پرتله ډېر وخت نیسي. که چېرې د منډې یا قدم وهلو له لارې ۳۰۰ کالوري وسوځوئ په دواړو حالاتو کې به ورته روغتیايي گټې تجربه کړئ. د څېړنې مشر څېړونکی پاول وېلیمز همداراز ویلي چې ۴٫۳ میله قدم وهل د ۳ میله منډې وهلو په اندازه انرژي سوځوي.

۲- بایسکل چلول

بایسکل چلول تقریباً د منډې وهلو په اندازه انرژي سوځوي، خو د بدن بندونو او مفصلونو ته اسانه وي. که مفصلونه مو درد کوي، د منډې په ځای بایسکل چلولو ته لومړیتوب ورکړئ.

په امرېکن هارټ اسوسیشن مجلې کې خپره شوې څېړنې کې ساینسپوهانو ادعا کړې چې هغو کسانو کې چې خپلې دندې ته په بایسکل ځي د نورو خلکو په پرتله د کولېسترول په ناروغۍ د اخته کېدو خطر ډېر لږ وي.

۳- منډه وهل

منډه وهل د کولېسټرول د کچې ټیټولو او اضافي وزن کمولو لپاره تر ټولو غوره ورزش دی. د منډې وهلو څخه هدف ډېره چټکه منډه نه ده. څو میله منځنۍ سرعت سره منډه وهل د کولېسټرول کچې ټیټولو او نورو بې شمېره روغتیايي گټې تجربه کولو لپاره کافي ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون